لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف:کاسا ۱۰۰۰ پاکستان اؤ افغانستان دپاره ځانګړی ارزښت لري


دکاسا ۱۰۰۰ په نوم دغه پروژه کې افغانستان، پاکستان، تاجکستان اؤ قرغزستان برخه وال دي .
دکاسا ۱۰۰۰ په نوم دغه پروژه کې افغانستان، پاکستان، تاجکستان اؤ قرغزستان برخه وال دي .

دپاکستان وزیراعظم میا نوازشریف ویلي د کاسا ۱۰۰۰پروژه دپاکستان اؤ افغانستان دپاره د بې کچه ارزښت وړه.

هغه ویلي ددغه پروژې سرته رسیدلو سره به تاجکستان ته ګټه په لاس ورشي اؤ د پاکستان اؤ افغانستان بریښنایي اړتیاوې به ورسره ختمې شي.

نوموړي دغه خبرې د پنجشنبې په ورڅ تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې سرمشریزې غونډې ته خپله وینا کې کړي دي.

دکاسا ۱۰۰۰ په نوم دغه پروژه کې افغانستان، پاکستان، تاجکستان اؤ قرغزستان برخه وال دي .

ددغه پروژې مقصد د افغانستان دلارې څخه پاکستان ته دقرقزغستان اؤ تاجکستان لخوا ۱۰۰۰ میګا واټه بریښنا یا بجلي ورکول دي.

د کاسا ١٠٠٠ د بریښنا پروژه ۵۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ډیره برخه یې د افغانستان د شپږو ولایتونو او ٢٣ ولسوالیو څخه تیریږي

دافغانستان صدارتي ماڼۍ ویلي چې په دغه پروژه کې به ۳۰۰ میګاواټه بریښنا افغانستان ته هم ورکول کیږي.

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني هم د کاسا۱۰۰۰ په سرمشریزه غونډه کې ګډون لري اؤ د هغه مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلي ددغه غونډې په ترڅ کې به ولسمشر غني وزیراعظم نوازشریف سره هم خبرې اترې وکړي.

مینه پال خبریالانو ته ویلي چې دواړه مشران به داقتصادي اؤ سوداګریزو چارو تر څنګ سیمې څخه د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه باندې هم خبرې وکړي.

دافغانستان اؤ پاکستان د مشرانو تر مینځ به په تاجکستان کې دغه لیدنه وروستو له هغې وشي چې روانه اوونۍ د امریکايي سناتورانو په وینا دواړه هیوادونه د پولې دواړو غاړو ته دترهګرو په ضد په عملیاتو پیل کولو صلاح شوي دي.

دامریکايي سناتورانو دغه هئیت روانه اوونۍ کې د سنیټیر جان مکین په مشرۍ دکابل اؤ اسلام اباد سفرونه کړي وؤ اؤ ددواړو هیوادونو چارواکو ته یې په ډاګه کړې وه چې امریکه به اوس پخپله ددغو عملیاتو څارنه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG