لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اټومي توغندي نصر ازموئنه کړې ده


د پاکستان د پوځ سرلښکر ویلي د هیواد اټومي وسلې یې د ګاونډي هیواد (هند) له لوري د سیوا شوؤ خطرو د مخنیوي دپاره دي،
د پاکستان د پوځ سرلښکر ویلي د هیواد اټومي وسلې یې د ګاونډي هیواد (هند) له لوري د سیوا شوؤ خطرو د مخنیوي دپاره دي،

پاکستان وایي له ځمکې څخه په ځمکه د وار کوونکي اټومي توغندي “نصر” ازموئنه په بریالي توب سره کړې ده .

د پاکستان د پوځ سرلښکر ویلي د هیواد اټومي وسلې یې د ګاونډي هیواد (هند) له لوري د سیوا شوؤ خطرو د مخنیوي دپاره دي،

پاکستان داټومي "نصر "توغندي دغه ازموئنه په داسې حال کې کړې چې دپاکستان خپل غلیم ګاونډي هیواد هند سره اړیکې سختې تاوژنې شوي دي اؤ نوی ډیلی په اسلام اباد تورونه لګوي چې دخپلې خاورې نه نورو هیوادونو ته ورانکارۍ دپاره ترهګر لیږي..

د شورو په ورځ دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې د نصر توغندي‌ د نزدې هدف توان یې د ۶۰ؤ څخه ۷۰ؤ کلو میټرو ته سیوا کړی .

پوځ دعوه کړې چې د نصر توغندو سره یې د هیواد دفاع نه ماتیدونکې جوړه شوې ده.

ددغه ازموئنې په مهال دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه ویلي دپاکستان سټراټیژیکي پنګې خوندي اؤ ددفاعي پنګو د حفاظت دپاره مناسب ګامونه پورته کړل کیږي.

په پاکستان کې د تندلارو اؤ ترهګرو په ګڼ شمیر کې د موجودیت له امله څو کرته ناقدانو اندیښنې ښودلي چې دپاکستان دغه ایټمي وسلې اؤ میزائیل که د تندلارو یا ترهګرو لاس ته ورغلل نو د نړۍ امن به د ګواښ سره مخ کړي..

خو د پوځ سرلښکر ویلي د هیواد اټومي وسلې یې خوندي دي اؤ دغه وسلې د امن دضمانت دپاره دي.

هغه وویل زمونږ د وسلو پنګې د جنګونو دپاره نه بلکې ددفاع باوري کولو دپاره دي خو د ګاونډي هیواد (هند) لخوا خطرې سیوا شوي اؤ دغه وسلې ددغو خطرو مخه نیسي.

دپاکستان په بجټ کې هرکال تر ټولو زیاتې پیسې ددفاع په نوم پوځ ته ویستل کیږي

خو ددغه هیواد منصوبه بندۍ وزارت تیرکال په خپل راپور کې ویلي وؤ چې دپاکستان ۴۰ فیصده څخه زیاته ابادي دغریبۍ نه ډک ژوند تیروي.

په دغو کسانو کې ۲۹.۵ فیصده وګړي داسې هم دي چې هغوئ د غربت دکرښې نه هم لاندې ژوند کوي.

دپاکستان په قبائیلي سیمو کې ۷۳ ، بلوچستان کې ۷۱ ،خیبرپښتونخوا کې ۴۹، سندهـ کې ۴۳ اؤ پنجاب کې ۳۱ فیصده وګړي د غریبۍ په ژوند کولو مجبوره دي.

حکومتي شمیر شمیرې وایي چې په دغه هیواد کې د ۴۰ فیصدو څخه زیات وګړي د غریبۍ د لاسه د زده کړو نه محروم دي.

همدغه شان په کروړونو وګړي یې دصحت غوره اسانۍ نه مومي .

زیاتره وخت پاکستان کې ددفاع په څانګه کې دبې خرته پیسو په لګولو څیړونکي نیوکې کوي اؤ‌ وایي چې که پاکستان هند اؤ نورو ګاونډیانو سره خپلې اړیکې سمې کړي نو دغه پیسې دغریب اولس په خیرښیګړه اؤ‌ دهیواد د پرمختیا په کارونو لګولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG