لاس رسیدونکی لینک

افغانستان او پاکستان د ډېورنډ په کرښه په يووخت عملیاتو باندې موافقه کړې


د ډېورنډ په کرښه د ترهګرو ډلو په ضد دا عمليات به ګډ عملیات نه بلکې په يو وخت به کيږي،

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ويلي د سه شنبې په ورځ د امریکايي سېنېټرانو پلاوي چې مشري جان مکېن کوله د پاکستان د حکومت غوښتنه کابل ته رارسولې چې د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې په يو وخت عمليات وکړي، کابل د دې هرکلی کړی دی.

صدارتي ماڼۍ په ټويټر ليکلي، جمهوررئیس وویل، "افغانستان د امریکا په څارنې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو د ګډو عملیاتو له وړاندیز سره موافق دی".

د صدر د وياند مرستيال دواخان مينه پال وايس اف امريکا ته ويلي، "د امریکايي سېنېټرانو په لاس د پاکستان د حکومت دا خبره د افغانستان حکومت ته رارسېدلې چې دويې د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې هم مهال (په يو وخت)عمليات وکړي، افغان حکومت د دې غوښتنې هرکلی کړی دی".

مينه پال ويلي د ډېورنډ په کرښه د ترهګرو ډلو په ضد دا عمليات به ګډ عملیات نه بلکې په يو وخت به کيږي، هغه ويلي د دې طريقه کار به د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په خبرو کې په ډاګه شي.

خو ارګ په خپله اعلاميه کې د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان د ګډو عملياتو خبرې کړې ده.

د ارګ اعلامیه کې ویل شوي " سېنېټرانو وویل، د پاکستان د پوځ مشرجنرال قمر باجوه د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی. امریکا د دغو عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابروي".

د جان مکېن په مشرۍ د امریکا د سېنېټرانو څلور کسيزه پلاوی دسه شنبې په ورځ د پاکستان د سفر نه وروستو کابل ته رسېدلی، صدارتي ماڼۍ کې يې صدر اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله سره هم ليدلي دي.

د جان مکېن په مشرۍ دغه پلاوي تېره ورځ خبریالانو ته ويلي چې پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې عملیات کړي، او یو څه پرمختګ یې کړی دی.

سېنېټر جان مکېن دا هم ويلي چې پاکستان ته یې ویلي د حقاني شبکې پټنځایونه په دغه هیواد کې د منلو نه دي.

له پاکستان سره د ګډو عملیاتو په مسئله د موافقې د خبر په اړوندافغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه څرګند مخې ته راروان دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئيس جنرال رحمت الله نبیل، د ټویټر په خپلې پاڼې لیکلي " ښکاري ارګ یو ځل بیا له پاکستان سره پټ تړون لاسلیک کړی دی".

خو د ولسمشر مرستیال ویاند د جنرال نبیل دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې دا کوم تړون نه دی بلکې افغان حکومت د هم مهاله عملیاتو هرکلی کړی دی.

د امریکايي سېنېټرانو پلاوي پاکستان کې د وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شریف سره ليدلي، او افغانستان کې د سولې او ثبات او سيمې څخه د ترهګرۍ د ختمولو په اړوند يې ورسره خبرې کړي دي.

امریکايي پلاوي دا سفر په داسې حال کې کړی چې د صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه د افغانستان په اړوند نوې تګ لاره جوړوي.

افغانستان او امریکا د وړاندې نه تور لګوي چې افغانستان کې ترهګري کوونکې حقاني شبکه په پاکستان کې پټنځايونه لري او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ائي اېس ائي ملاتړ ورسره دی.

خو پاکستان دغه تورونه رودي او وايي چې د کال ۲۰۱۴م ضرب عضب په عملياتو کې يې بې د ټولو وسله والو ډلو په ضد بې طرفه عمليات کړي او د پاکستان خاوره يې ترې پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG