لاس رسیدونکی لینک

پښتنو پسې سپکې ويونکي شاعر باندې په پي ټي وي عمري بندېز لګول شوی


د پښتنو په سپکاوي کې لاس لرونکي شاعر باندې د پي ټي وي په پروګرامونو کې دبرخې اخستو د ټول عمري بندېزغوښتنه هم کړې وه.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو د مملکت وزيرې مريم اورنګزېب په رياستي چېنل پي ټي وي باندې د پښتنو د سپکاوي د پروګرام نوټس اخستی او په هغه شاعر جواد حسن يې د پي ټي وي په پروګرامونو کې په ګډون ټول عمري بندېز لګولی دی.

مريم اورنګزېب دغه ګام په داسې حال کې اخستی چې د ګل يا دوشنبې په ورځ ګرد پاکستان کې پښتنو ليکوالانو،شاعرانو، د مدني ټولنې غړو او سياسي فعالينو دسرکاري ټي وي په ضد احتجاجي مظاهرې کړي دي.

د وړوکي اختر په دوېمه ورځ د پي ټي وي په يوه مزاحيه يا ټوقو ټقالو مشاعره کې يو اردو ژبي شاعر جواد حسن د پښتنو په لهجه کې پخپلو وېل شوو شعرونو کې پښتنو ته د سمګلرانو، بد بوداره او بې تهذيبه قوم نسب کړی ؤ.

د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه مريم اورنګزېب د اطلاعاتو او نشرياتو سېکتر ته هدايات ورکړي چې په دغه کار کې د پي ټي وي د ککړو چارواکو انکوائري دې وکړي او بشپړ رپورټ دې هغې ته وړاندې کړي.

نوموړې په هغه شاعر چې په خپلو شعرونو يې د پښتنو زړونه ازارولي د رياستي ټي وي په پروګرامونو کې په ګډون عمري بندېز لګولی دی.

له دې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي سېکترڅوک چې د پي ټي وي منېجنګ ډائريکټر هم دی د دغه پروګرام په خپرېدو نوټس اخستی او د دغه پروګرام په خپرېدو يې د پښتنو نه د هغويې په زړونو ازارېدو بخښه غوښتې او دا باور يې ورکړی چې د قامي ادارې په حېث په پي ټي وي د يوې ډلې يا قاميت د زړه ازارولو ګُنجايش نشته.

هغه په دغه پروګرام کې لاس لرونکو پي ټي وي د اهلکارو په ضد د سختې کارروائۍ کولو باور هم ورکړی ؤ.

پېښور کې د پي ټي وي په ضد د احتجاجي مظاهرې په مهال د پېښور د پي ټي وي څانګې مشر يا جنرل منېجر د اطلاعاتو د مرکزي محکمې په استازيتوب د صوبې پرېس او انفارمېشن ډآئريکټر مظاهرينو له ورغلي او د پښتنو په شوي سپکاوي يې د هغوي نه بخښنه غوښتې وه.

خو د مظاهرې مشرانو د پي ټي ټي او اطلاعاتو د محکمې استازو ته ويلي چې بخښنه به ورته يوازې په هغه صورت کې کوي چې ددغه پروګرام وړاندې کوونکي، کتونکي، سکرپټ ليکونکي او پروډيوسر د پي ټي وي څخه لرې کړل شي.

هغويې د پښتنو په سپکاوي کې لاس لرونکي شاعر باندې د پي ټي وي په پروګرامونو کې دبرخې اخستو د ټول عمري بندېزغوښتنه هم کړې وه.

دمظاهرې مشرانو دا غوښتنه هم کړې چې پي ټي وي څنګه د ټي وي په شيشه د پښتون قام سپکاوی کړی هم دغه شان دې د ټولو پښتنو نه د ټي وي په شيشه معافي هم وغواړي او دغه معافي دې په ورځپانو کې هم د اشتهارونو په توګه خپره کړل شي.

د دوشنبې په ورځ پېښور، پلازمينه اسلام اباد، کراچۍ، کوټه او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ښارو نو کې هم د پي‌ تي وي په ضد احتجاجي مظاهرې شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG