لاس رسیدونکی لینک

سنیټر جان میکین : د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د افغانستان او پاکستان همکاري مهمه ده


جان میکین او جنرل باجوه

د پاکستان قبایلي سیمې سویلي وزیرستان ته د سفر پرمهال د امریکايي پلاوي مشر سناتور جان میکن یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پرضد همکاریو باندې ټینګار وکړ.

میکن وویل: (مونږ له پاکستاني چارواکو سره په ګڼو مسلو باندې خبرې وکړې چې په هغوکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو د اهمیت مسله هم شامله وه. زه ډاډه یم چې د غوره همکارۍ او سمې سټراتیژۍ سره به مونږ پدې اوږدې مبارزې کې بریالیتوب ته ورسیږو.)

د امریکايي پلاوي بل غړي سناتور ګراهام بیا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې شوی پرمختګ وستایه او وویل چې دی پدې برخه کې د هغو لاسته راوړنو نه متاثره شوی چې په تیرو دوو کلونو کې ترلاسه شویدي.

ده وویل (اوس ددغو لاسته راړونو څخه په شاتګ نشته. خلکو ترهګر رد کړل او دا اوس زمونږ دنده ده چې ترهګر د هغوي سیمې ته بیا پرې نږدو)

تر دې یوه ورځ مخکې دغو امریکايي سناتورانو د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره په یوشمیر دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړې چې ‌په هغو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه او له افغانستان او هند سره د پاکستان د اړیکو مسله هم شامله وه.

یاد پلاوي له هند او پاکستان دواړو څخه وغوښتل چې د کشمیر مسله دې د خبرو اترو له لیارې حل شي او پدې خبرې یې ټینګار وکړ چې د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې سوله نشي راتلای.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې دا هم ویلي چې د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه وړي دي او د هغوی د فعالیتونو مخه یې نیولې ده.

خو د افغانستان د پارلمان غړي او د نړیوالو چارو یوشمیر افغان سیاسي څیړونکي وايي ،په دې وروستیو کې پر پاکستان د امریکا د فشار زیاتیدل ددې سبب شوی چې پاکستاني چارواکي په خپله خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو شتون او دهغوی فعالیتونه ومني.

XS
SM
MD
LG