لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اولسمشر اشرف غني د ترکمنستان په سفر تللی


Afghan President Ghani
Afghan President Ghani

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن د دوشنبې په سهار په یو ورځني رسمي سفر د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته تللی دی.

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي او همدارنګهبه د دواړو جمهور رئیسانو په حضور کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د همکارۍ توافقنامې هم لاسلیک شي.

جمهور رئیس سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو اړیکو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي هم ملتیا کوي.

ترکمنستان ته د دې سفر وړاندې جمهوررئیس محمد اشرف غني د تیرکال د لیندۍ په میاشت کې هم د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د ترانسپورټ په یو نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینې د بندر د اوسپنې د پټلۍ د کار د پیل د پرانیستلو لپاره دغه هیواد ته سفر کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG