لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان ته به افغانستان کې یو قوي اؤ ملي حکومت منل وي


Ashraf Ghani
Ashraf Ghani

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا ویلي چې هغه د پاکستان څخه سوله نه بلکې پاکستان سره سوله غواړي خو داسې سوله چې دغه هیواد‌ په افغانستان کې د یو قوي اؤ ملي حکومت منلو ته غاړه کیښیږدي.

هغه دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د سولې د عالي شورا د رئيس په توګه د محمدکریم خلیلي د معرفي کولو دستورې ته کولې.

د افغان ولسمشر ددې خبرو نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزیز دعوه کړې ده چې افغانستان سره یې اړیکې په ښه لوري روانې شوي دي.

خو ولسمشر غني پخپلو خبرو کې داسې کومه اشاره نه ده کړې چې ګنې پاکستان سره یې اړیکې په ښه کیدو دي.

هغه وویل چې د بندو دروازو تر شا د سولې خبرې ګټورې پائیلې نه لري او زیاته یې کړه چې ټول افغانان باید د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه معلومات ولري.

ښاغلي اشرف غني وویل "ما په کراتو کراتو ویلي او بیا یې هم وایم، چې زه له پاکستان څخه سوله نه غواړم، زه پاکستان سره سوله غواړم"

هغه وویل دغه سوله پاکستان سره په دې معنی ده، چې یو باعزته، قوي او ملي دولت په افغانستان کې ومنل شي.

نوموړي زیاته کړه "زموږ دولت‌داري د معاملې خبره نه ده، دا زمونږ حق دی او په دې باندې خلک په واضحه توګه پوهه شي چې افغانستان د چا هدیه افغانانو ته نه ده، افغانستان، افغانانو په سر او وینې ګټلی دی"

ولسمشر غني وویل د افغانستان د ناامنیو د قُربانیانو د شمیر لیدل د کاڼي زړه غواړي.

ښاغلي غني وویل "خدای مو د جګړې په حالت کې زما ځای ته مه راوله، رښتیا درته وایم، هر سهار اول زه تلفات ګورم، زمونږ قُربانۍ ګورم، ما د خپل زړه پر ځای تیږه ایښې او د مغزو پر ځای مې فولاد ایښی، انسان چې دا وینه وګوري ماتیږي. دا د افغان وینه ده، دا د مسلمان وینه ده، دا زموږ د بچیانو وینه ده."

د افغانستان ولسمشر د تلپاتې سولې ټینګول د خپل حکومت لومړیتوب وبللو او د سولې له عالي شورا څخه یې وغوښتل، چې دغه هدف ته د رسیدلو لپاره دې په ټولنیزې، سیاسي او امنیتي برخو کې د ملي اجماع د رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG