لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاړه چنار بازارونه بیا پرانستل شوي،خلک حکومت نه ګیله من


اکبرمارکیټ کې دوؤ غبرګو بمي چاودنو کې ۷۵ کسان وژل شوي اؤ په سلګونو نور ژوبل شوي وؤ
اکبرمارکیټ کې دوؤ غبرګو بمي چاودنو کې ۷۵ کسان وژل شوي اؤ په سلګونو نور ژوبل شوي وؤ

دپاړه چنار بازارونه دبمي چاودنو په اتمه ورځ یو ځل بیا پرانستل شوي خو دسیمې مشرانو اؤ علماؤ ویلي وزیراعظم نوازشریف د پاړه چنار غمژنو خلکو نه په مخ ګرځولو قبائیلو سره د کرکې بنیاد ایښی دی.

په ۲۳م جون د اختر نه دوه ورځې وړاندې دپاړه چنار په طوري اکبرمارکیټ کې دوؤ غبرګو بمي چاودنو کې ۷۵ کسان وژل شوي اؤ په سلګونو نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه پيښې نه وروستو د سیمې خلکو د حکومت په ضد د احتجاج لړۍ پیل کړې وه اؤ‌په سیمه کې ټول کاروباري مارکیټونه ، تعلیمي ادارې اؤ دفترونه بند وؤ.

تیره ورځ د پوځ د سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه پاړه چنار ته د ورتګ اؤ دسیمې مشرانو ته دهغوئ دستونزو دهواري د باور ورکولو نه روستو د پاړه چنار خلکو خپل احتجاج ختم کړی.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د یک شنبې د ورځې نه په سیمه کې ټول مارکیټونه اؤ کاروباري مرکزونه پرانستل شوي.

سرچینې وایي چې اوس هم دغلته په خلکو کې زیاته ویره ترهه خوره ده اؤ په بازارونو کې دومره رش نه لیدل کیږي لکه مخکې چې به ؤ.

بل لوري ته دکرمې ایجنسۍ عالمان اؤ قومي مشران وایي سیمې ته د پوځ دسرلښکر ورتګ سره د خلکو غصه ناسته ده خو وزیراعظم پاړه چنار ته په نه ورتګ خلکو ته په ډاګه کړې ده چې هغه قبائیلو سره هیڅ خواخوږي نه لري.

پاړه چنار کې دغبرګو بمي چاودنو وروستو د سیمې خلکو غوښتنه لرله چې دپوځ سرلښکر اؤ وزیراعظم نوازشریف دې پخپله دپاړه چنار دوره وکړي .

تیره ورځ د پوځ سرلښکر پاړه چنار ته ورغلی اؤ د خلکو سره یې لیدلي وؤ خو وزیراعظم نوازشریف تر دې دمه په دغه پیښه خاموشي اختیار کړې ده.

د یک شنبې په ورځ د قبائیلي علماؤ اؤ مشرانو د ملي یووالي په نوم جوړ شوي کانفرنس کې د وزیراعظم نوازشریف ددغه امتیازي رویې په سختو ټکو غندنه وشوه اؤ وویل شول نوازشریف کله هم قبائیلو سره مخلص نه دی پاتې شوی.

دغه کانفرنس ته سید طلعت حسین، سیدکبیرحسین، حاجي ثواب ګل، سیدمحمد تقي اؤ سید احمدعباس پخپلو ویناګانو کې وویل پاړه چنار ته دپوځ د سرلښکر سفر سره دسیمې د خلکو اطمینان شوی خو د حکومت نه اوس هم خفه دي .

کوهاټ پریس کلب کې میډیا سره خبرو کې علامه طارق شیرازي ویلي دي چې وزیراعظم د بهاولپور دپیښې متاثرینو دپاره زیاتې مرستې اعلان کړې اؤ پاړه چنار بمي چاودنو کې د وژل شوؤ دپاره کمې چې دې عمل دخلکو غصه راپارولې ده.

نوموړي وویل داسې عملونه د حکمرانانو سره نه ښایي چې هغې نه کرکې پیدا کیږي.

په دغه مهال علامه احمد عباس هم ویلي چې حکومت باید دخپل اولس په مینځ کې توپیر ونه کړي اؤ ټولو ته په یوه سترګه وګوري .

هغه وویل دې کې شک نه شته چې د دښمنو هیوادونو استخباراتي کړۍ پاکستان کې ګډوډي پیدا کول غواړي خو ددغو سازشونو دمخنیوي دپاره باید حکومت ټول اولس متحد وساتي.

دپاړه چنار د خلکو غصه وروستو له هغې د وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه د حکومت په ضد راپاریدلې ده چې دپنجاب بهاولپور کې دیوې قدرتي پيښې رامینځته کیدو نه وروستو وزیراعظم نوازشریف په سمدستي ډول خپله د لندن دوره مختصر کړه اؤ ځان یې بهاولپور ته ورسولو.

په دغه موقعه نوازشریف د اور لګیدو پيښه کې د وژل شوؤ دپاره د ۲۰ؤ لکو اؤ د ژوبلو دپاره د ۱۰ؤ لکو روپو د مالي مرستو اعلان کړی ؤ.

خو دددې برعکس چې دپاړه چنار خلکو یوه اوونۍ په سړکونو احتجاجي مظاهرې اؤ لاریونونه وکړل نو بیا وزیراعظم د پاړه چنار چاودنو کې د وژل شوؤ د پاره سړي سر لس لکه روپۍ مرسته اعلان کړه کومه چې دپاړه چنار خلکو رد کړې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG