لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلخ کې وسله والو طالبانو ۱۳ اولسي پاڅون کوونکي وژلي


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد زمه واري قبوله کړې او ویلي يې دي په چمتال کې يې په ملېشه بريد کړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد زمه واري قبوله کړې او ویلي يې دي په چمتال کې يې په ملېشه بريد کړی دی.

د افغانستان د بلخ ولايت (صوبې) چارواکو ويلي د خالي په ورځ ماسپخين طالبانو ۱۳ پاڅون کوونکي وژلي دي.

دا پېښه د بلخ د چمتال ولسوالۍ په نوشار کلي کې رامنځته شوې ده، د کلي خلکو ويلي دا ۱۳ کسان د حکومت په ملاتړ د طالبانو په ضد جنګېده او طالبانو د خالي په ماسپخين يو جومات کې وژلي دي.

د نوشار کلي يو اوسېدونکي عبدالصبور ويلي طالبانو اول دغه کسان بې وسلې کړي او بيا يې وژلي دي، هغه ويلي په دوي کې يو پخوانی ياد قوماندان هم شامل دی.

د صوبې د عامې روغتيا چارواکو پخلی کړی چې په ډزو د وژل شوؤ ۱۳ تنو مړي ابن سينا روغتون ته راوړل شوي دي.

راپورونه وايي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد زمه واري قبوله کړې او ویلي يې دي په چمتال کې يې په ملېشه بريد کړی دی.

هغه ادعا کړې د درېو کمانډرانو په ګډون يې د ځايي ملېشې ۱۲ تنه وژلي او يو ژوبل دی، هغه د وسلې ترلاسه کولو هم ويلي دي.

طالبان زياتره هم دغه ډول ادعاوې کوي.

ځينې راپورونو کې وېل شوي وژل شوي کسان ملکي وګړي دي خو د بلخ د ګورنر وياند منيراحمد فرهاد وایس اف امریکا ته ويلي وژل شوي کسان پاڅون کوونکي وو.

د سيمې څخه داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې وژل شوي کسان زیات دي خو د دې پخلی چا نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG