لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال ترهګر صلاح الدین وایي په هندي پوځ به بریدونو ته دوام ورکړي


صلاح الدین خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې "د کشمیر له آزادۍ پرته به جگړه بس نه کړي
صلاح الدین خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې "د کشمیر له آزادۍ پرته به جگړه بس نه کړي

کشمیری یاغي سید صلاح الدین چې تیره اونۍ یې نوم د امریکا لخوا د ترهګرو په تور لست کې ولیکل شو، وایي د هند د پوځ په ضد به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال سید صلاح الدین له ملګرو ملتونو وغوښتل چې خپل پریکړه لیکونه دې پلي کړي او د کشمیر خلکو ته دې حق ورکړي چې د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړي او یا هم له پاکستان سره یوځای شي.

سید صلاح الدین خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې "د کشمیر له آزادۍ پرته به جگړه بس نه کړي".

ښاغلي صلاح الدین د امریکا له خوا د ترهگرو په لست کې د هغه د نوم شاملول وغندل او د هند په ضد د وسله والې مبارزې په دوام یې ټینگار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وازت تیره اونۍ واشنگټن ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د سفر سره جوخت د کشمیر د حزب المجاهدین وسله والې ډلې مشر سید صلاح الدین نوم د نړیوالو ترهگرو په ډله کې ثبت کړ. په دغه لست کې د څه دپاسه ٢٥٠ کسانو نومونه لیکل شوي چې یو شمیر یې پاکستانیان دي.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم نوازشریف وایي په کشمیر کې د بشري حقونو نه په سرغړونو باندې د واشنگټن چوپتیا مایوسه کړی دی.

د هند او د امریکا د متحده ایالاتو په گډې اعلامیې کې له پاکستان څخه غوښتل شوي وو چې په خپل هیواد کې ترهگرو ته پناه ور نه کړي، ددې په غبرگون کې د ښاغلي شریف دفتر ویلي چې دغې اعلامیې د کشمیریانو په وړاندې د هند د پوځ د ظلمونو په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

د پاکستان حکومت د متحده ایالاتو له خوا د ترهگرو په لست کې د صلاح الدین د نوم د شاملو اقدام "د توجه وړ" نه و گڼلی او ویلي یې وو چې د هند د امنیتي قواو پر وړاندې د کشمیري یاغیانو جگړه یوه مشروع مبارزه ده چې د خپلواکۍ لپاره یې کوي.

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان هم په پخپل رسمي ټویټر کې د سید صلاح الدین د نوم د شاملولو په خاطر د امریکا په جمهور رئیس دونالد ټرمپ سخت انتقاد کړی و.

هند پاکستان په کشمیر کې له وسلو والو څخه په ملاتړ تورنوي، خو اسلام آباد دا ډول ادعاوی تل رد کړي دي.

(د اشنا راډیو په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG