لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغانستان سره یې اړیکې په غوره لوري روانې شوي


سنیټیر عثمان کاکړ وايي چې دپاکستان منتخب حکومت اؤ پارلیمان افغانستان سره د اړیکو په هکله هډو د فیصلو واک نه لري
سنیټیر عثمان کاکړ وايي چې دپاکستان منتخب حکومت اؤ پارلیمان افغانستان سره د اړیکو په هکله هډو د فیصلو واک نه لري

دپاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي سرتاج عزیز ویلي چې دافغانستان اؤ پاکستان اړیکو کې ښه پرمختګ په لیدو کې راځي خو پاکستان کې پښتانه ملت پاله سیاستمداران دا تاثر ردوي.

دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنیټیر عثمان کاکړ وايي چې دپاکستان منتخب حکومت اؤ پارلیمان افغانستان سره د اړیکو په هکله هډو د فیصلو واک نه لري نو بیا څنګه ددواړو هیوادونو ترمینځ د بې باورۍ لړۍ ختمیدلی شي.

پلازمینه اسلام اباد کې خبریالانو سره خبرو کې د وزیراعظم صلاح کار سرتاج عزیز ویلي چې تیره میاشت استانه کې د وزیراعظم نوازشریف اؤ افغان صدر اشرف غني د لیدنې ښې نتیجې مخې ته راغلي اؤ ددواړو هیوادونو اړیکې د پرمختګ په لوري روانې دي.

هغه وویل وزیراعظم نوازشریف به د شورو په ورځ تاجکستان کې پیل کیدونکي دپاکستان افغانستان اؤ تاجکستان درې اړخیزه کانفرنس کې هم برخه اخلي.

تیره ورځ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ یوه غونډه کې دا پریکړه هم شوې وه چې د چین په منځګړتوب دپاکستان اؤ افغانستان د اړیکو ښه کولو دپاره به ډیر زر دپاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د کابل په سفر ولیږل شي.

تیره میاشت د شنګهايي کانفرنس په څنډه کې وزیراعظم نوازشریف د افغان اولسمشر اشرف غني سره خپله لیدنه ډیره ګټوره ګرځولې وه خو پاکستان کې سیاسي مشران اؤ دپارلیمان غړي ددغسې لیدنو څخه زیاتې هیلې نه لري.

دپاکستان د حکومت سره په اقتدار کې دشریک ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنیټیر عثمان کاکړ وایي دغسې لیدنو نه د پرمختګ هیلې ځکه نه شي کیدلی چې پاکستان د افغانستان په اړه د خپلو دوه مخو تګلارو نه لاس اخستو ته تیار نه دی.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي سنیټیر کاکړ وویل چې افغانستان سره د اړیکو ښه والي کې پرمختګ ځکه هم ممکن نه دی چې دپاکستان حکومت اؤ پارلیمان سره د پریکړو واک نه شته اؤ بله د پاکستان پرله پسې داسې ګامونه اخلي چې افغانستان یې د ځان په ګټه نه ګڼي.

دپاکستان یو وتلی خبریال ښاغلی طائر خان بیا وایي چې په لمړی ځل د دواړو هیوادونو ترمینځ دبې باورۍ ختمولو دپاره سنجیده ګامونه لیدل کیږي .

خو هغه دا ویره هم څرګندوي چې په راتلونکي کې د تشدد ممکنه پيښې ددغه عمل مخې ته خنډ کیدلی شي.

ډیوه راډیو ته ښاغلي طاهر خان ویلي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ اړیکې دومره ترخې شوي اؤ دومره زیاتې بې باورۍ پیدا شوي چې په یوه یا دوؤ ناستو کې دا له مینځه نه شي تلی

خو هغه وایي که چرې په دې مهال د ورانکارۍ کومې نوې پیښې رامینځته نه شوې نو د خبرو اترو میکانزم جوړ شوی اؤ په دې کې پرمختګ کیدلی شي.
کابل د تیرې یوې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې دحقاني شبکې اؤ طالبانو دلارې یې افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړی دی اؤ په افغانانو یې نااعلانه جګړه مسلط کړې ده.

خو اسلام اباد بیا دغه تورونه ردوي اؤ وایي کابل د پآکستان دښمنانانو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

د شنګهایي کانفرنس په مهال د دواړو هیوادونو مشرانو په دې خبره موافقه کړې چې د چین ، امریکا، افغانستان اؤ پاکستان په ګډون به څلور اړخیزه مذاکرات پیل کوي اؤ د پاکستان اؤ افغانستان ترمیځ زړه بداوی به ختموي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG