لاس رسیدونکی لینک

خېبرايجنسي: چاؤدنه کې د سرتيري په ګډون څلور تنه وژل شوي


چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې امنيتي سرتيري په ګزمه بوخت ؤ،

د پاکستان قبايلي سیمه خېبرايجنسۍ کې شوې بمي چاؤدنه کې د يو امنيتي سرتيري په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د امنيتي سرچينو ترمخه چاؤدنه د خېبر ايجنسۍ لرې پرتې تيراه سيمې په مېدان علاقه کې ځواکونو باندې شوې ده.

چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې امنيتي سرتيري په ګزمه بوخت ؤ،چاؤدنه کې درې عام کسان وژل شوي دي.

خېبرايجنسۍ د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سیمه ده، او دلته د پاکستان پوځ د وسله والو مخالفينو په ضد عمليات کړي او ادعا کوي چې سيمه کې يې امنيت په ځای کړی دی.

د مئي په مياشت کې هم د تېراه په اکاخېلو سيمه کې يوه چاؤدنه کې د امن کمېټۍ پينځه غړي وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG