لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارګ:نوي ائتلاف کې شامل ټول مشران حکومت کې هم برخه لري


ټول مشران چې په ائتلاف کې غړیتوب لري، د حکومت غړي هم دي، په واقعیت کې پر خپل ځان انتقاد کوي، ځکه چې په همدې حکومت کې دي
ټول مشران چې په ائتلاف کې غړیتوب لري، د حکومت غړي هم دي، په واقعیت کې پر خپل ځان انتقاد کوي، ځکه چې په همدې حکومت کې دي

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي چې په نوي جوړ شوي ائتلاف کې شامل سیاسي مشران ټول د ملي یووالي په حکومت کې شامل دي.

د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر او د جمعیت اسلامي د ګوند سرپرست او د بلخ د والي عطا محمد نور ترمنځ نوي سیاسي ائتلاف اعلان شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند سرپرست شاه حسین مرتضوي ددغه ائتلاف له خوا د یو شمیر مطرح شویو غوښتنو په ځواب کې ویلي چې دا سیاسي مشران باید د افغانستان په وړاندې پرتو ګواښونو ته کوټلي وړاندیزونه وړاندې کړي، ترڅو افغانستان له دغه حالت څخه ووځي.

ښاغلي مرتضوي، د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل "ټول محترم مشران چې په ائتلاف کې غړیتوب لري، د حکومت غړي هم دي، په واقعیت کې پر خپل ځان انتقاد کوي، ځکه چې په همدې حکومت کې دي".

د اختر په شپو ورځو کې د ترکیې د انقرې په ښار کې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي د ګوند سرپرست صلاح الدین رباني او د بلخ والي او د جمعیت اسلامي د ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او د ملي اسلامي جنبش د مشر جنرال عبدالرشید دوستم په کور کې د یو لړ ناستو او غنډو وروسته تیره شپه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې تر ډیره د جنرال دوستم او د اجرائیه ریاست د رئیس او د مرستیالانو د قانوني واکونو په مشخص کیدو باندې ټینګار شوی دی.

که څه هم دا اعلامیه لا په رسمي ډول رسنیو ته نه ده استول شوي، خو دغو دریو ګوندونو ته نږدې سرچینو دا اعلامیه په کابل کې رسنیو سره شریکه کړې ده.

د ملي جنبش د گوند ویاند بشیر احمد تینج په خپل فیسبوک کې لد نوي ایتلاف د مشرانو په وینا لیکلي چې "ددې (ائتلاف) غیږ د افغانستان ټولو وطندوستو گوندونو او جريانونو ته پرانستې ده". او زیاته کړې ده چې دغه ائتلاف په افغانستان کې د مثبت او جدي بدلون د راوړلو لپاره پوره قوت او توان لري.

د دغه نوي ائتلاف مشرانو خپل ائتلاف ته "د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف د عالي شورا" نوم ورکړی او د خپلو غونډو په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې یې د خپلې شورا لپاره دولس لمړیتوبونه ټاکلي دي.

په دغه اعلامیه کې افغان حکومت پر وړاندې د جمعیت اسلامي د ګوند له اعلامیې څخه هم ملاتړ شوی دی.

د دغې شورا د اعلامیې په شپږمه ماده کې د لومړیتوبونو په برخه کې ویل شوي چې " د اساسي قانون او د پارلمان د پریکړه لیکونو پر اساس د لومړي مرستیال او د وزیرانو او د ملي یووالي د حکومت د موافقې له مخې د اجرائیه رئیس او د هغه د مرستیالانو د واکونو بیرته پرځای کیدلو لپاره هڅې" شاملې دي.

دغه راز د ملي یووالي له حکومت څخه د سراسري امنیت ټینګیدو ته پاملرنه، د جګړې د قربانیانو کورنیو لاس نیوی، د ټاکنو ترسره کول، د لوړو پوړو امنیتي مسولینو چې په اعلامیه کې بې کفایته بلل شوي ایسته کولو غوښتنې هم شوي دي.

دغې شورا له افغان حکومت څخه د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې تیرکال پر جنرال دوستم باندې د شوي برید په شفافه او بې طرفه توګه د څیړلو د غوښتنې سربیره، د جوزا په میاشت کې په کابل کې په لاریون کوونکو باندې د ډزو، د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید، د الزهرا پر جومات برید او په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا د جنرال عبدالرشید دوستم د کور د محاصره کولو د عواملو د پلټنو او د دغو پیښو د عاملینو محاکمه کولو غوښتنې هم شاملې دي.

په اوس وخت کې دغه شورا ۳۰ غړي لري او جمعیت اسلامي، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند او د ملي اسلامي ګوند په کې غړیتوب لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند سرپرست امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د دغه هیواد د ملي منابعو پر اساس ترسره کیږي.

ښاغلي مرتضوي وویل، چې د افغانستان خلک لا هم تیرې ترخې تجربې په یاد لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند د افغانستان حالاتو ته په کتنې ټول سیاسیون د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزې ته راوبلل

(د امریکا غږ اشنا په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG