لاس رسیدونکی لینک

افغانستان سره دسولې خبرو دپاره دپاکستان پلاوی دکابل سفر کوي


ټاکل شوې ده چې افغانستان سره دچین په منځګړتوب د سولې دخبرو دپاره به ډیر زر دپاکستان یو لوړ رتبه پلاوی د کابل سفر وکړي .

څیړونکی وایي که پاکستان رښتیا افغانستان کې سوله غواړي نو بیا به ورته د حقاني شبکې اؤ د کوئټې دشورا په ضد څرګند ګامونه اخستل وي.

دپاکستان د وزیراعظم ښاغلي نوازشریف په مشرۍ یوه مهمه غونډه کې د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي سرتاج عزیزاؤ د بهرنو چارو سکترې تهمینه جنجوعه دپاکستان ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو،بهرنۍ تګلارې اؤ سیمه کې دامنیت په هکله احوال تیر کړی دی.

دپاکستان شخصي میډیا د خپلو سرچینو له خولې ویلي په دغه غونډه کې پاکستان ته دچین د خارجه وزیر د وروستي سفر اؤ د افغانستان اؤ پاکستان سوله کې د چین په کردار اؤ خواهش خبرې اترې شوي دي.

غونډه کې وزیراعظم ته ویل شوي چې افغانستان کې ددائمي امن د ټینګښت دپاره د چین په خواهش د پیل کړل شوؤ هڅو په لړ کې به ډیر زر د پاکستان یو لور رتبه هئیت د کابل سفر اؤ دافغانستان مشرانو سره به دامن په لارو چارو خبرې وکړي

وزیراعظم نوازشریف په دغه موقعه ویلي چې افغانستان سره په ګډه پوله د ترهګرو د خوځښتونو مخنیوي دپاره په پوله ازغن تار لګول اؤ پوځي پوستې جوړول د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

له دې وړاندې دپاکستان پوځ ویلي وؤ چې کال ۲۰۱۹م پورې به افغانستان سره په ګډه پوله ۳۳۸ امنیتي پوستې جوړوي .

پوځ ویلي وؤ لمړي پړاؤ کې به قبائیلو سیمو کې افغانستان سره په ګډه پوله ۷۴۴کلو میټره ساحه باندې ازغن تار لګول کیږي اؤ دوهم پړاؤ کې به بلوچستان کې دا عمل افغانستان سره په لګیدلې پوله پیل کیږي.

خو افغانستان دپاکستان ددغو ګامونو سخت مخالف دی اؤ ددغه هیواد ددفاع وزارت وایي چې د فرصت په پیدا کولو سره به په ګډه پوله د پاکستان ټول تاسیسات نړوي.

ددفاعي چارو پاکستانی څیړنګار لیفټننټ جنرال(ر) طلعت مسعود وایي افغانستان سره دپاکستان زیاتې اړیکې عسکري دي ځکه د حکومت پرځایې پوځ افغانستان سره اړیکو ښه کولو کې غوره کردار ترسره کولی شي.

هغه وایي چې که چرته پاکستان افغانستان سره غوره اړیکې اؤ هلته امن اؤ ثبات غواړي نو بیا به ورته دافغانستان دا اعتراض ختمول وي چې دپاکستان ځمکه حقاني نیټ ورک اؤ د کوئټې شورا دافغانستان په ضد کاروي.

له دې وړاندې په روانه اوونۍ کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اؤ د هند صدرعظم نریندرا مودي هم په پاکستان غږ کړی ؤ‌ چې د خپلې ځمکې څخه په نورو هیوادونو دجنګیالو دبریدونو مخه ونیسي.

ښاغلي طلعت مسعود وویل پاکستان باندې یوازې افغانستان دا اعتراض نه لري چې ځمکه یې جنګیالي کاروي بلکې امریکا اؤ د نړۍ نور هیوادونه هم دغه دریځ لري اؤ که پاکستان غواړي چې دا تاثر له میځه یوسي نو بیا به ورته د جنګیالو په ضد غوڅ ګامونه اخستل وي.

XS
SM
MD
LG