لاس رسیدونکی لینک

شپږو اکثريتي مسلمان ملکونو باندې امریکا ته سفري بندېزونه عملي


د ګل په ورځ د امریکې سترې محکمې د صدر د بندېزونو د حکمنامې د قانون د څه برخو په ځای کولو منظوري ورکړې وه.

امريکا د زيارت په شپه د شپږو اکثريتي مسلمان ملکونو باندې د سفري بندېزونو امر عملي کړی او اوس به د دغو ملکونو يواځې هغه خلک امريکا ته تلی شی چې امریکا کې يې نزدې خپلوان يا کاروبار وي.

يو لوړ پوړي چارواکي د زيارت په ورځ ویلي د قونصلګرۍ چارواکو ته ويل شوي چې د ايران، ليبيا، صوماليه، سوډان، شام او يمن کې د ويزې خواستونه سره څنګه چلند پکار دي.

نوي قوانين به د زيارت په ماښام د ځايي وخت ترمخه په اته بجي عملي شي.

چارواکي ويلي هغه چا ته به امریکا ته د تلو اجازه وي چې د جولائۍ د شپږمې نېټې نه وړاندې يې تګ ټاکلی ؤ، او څوک چې له دې نېټې پس سفر کوي هغه به وروستو کولی شي.

انتظامي چارواکو ویلي چا چې د وړاندې نه د ويزې دپاره خواست ورکړی هغه به نه منسوخ کيږي، خو نوي خواست کوونکي به د خپلې کورنۍ رشته او امريکا کې کاروبار ثابتوي.

د جنورۍ په مياشت کې د وړومبو سفري بنديزونو په ضد د امریکا په هوايي اډو مظاهرې شوې وې.

د زیارت د ماښام نه عملي کېدونکي امر سره به په کډوالو د ۱۲۰ ورځو سفري بندېز د کال په سر امریکا ته راتلونکي ۵۰زره کډوال هم اغېزمن کړي، خو هغه کډوال ته به د راتلو اجازت وي چې د خپلې کورنۍ غړيتوب ثابت کړي.

د هغه چا خواستونه به د قبلېدو وي چې د وړاندې نه يې په امریکا کې يې مور پلار، ښځه، بچي، بالغ زوی يا لُور، زوم يا اېنګور موجود وي.

په دغو رشتو کې نيا نيکه، نمسی، ترور، تره، تندار، خوریی، خورزه، د تره زوی، اوښی يا منګتير نه دي شامل چې د هغو په خپلوۍ خواست قبول شي.

د چا خواست چې د قبلېدو وړ وي هغويې سره به د معمول مطابق چلند کيږي.

د ګل په ورځ د امریکې سترې محکمې د صدر د بندېزونو د حکمنامې د قانون د څه برخو په ځای کولو منظوري ورکړې وه.

د صدر ټرمپ په حکمنامه کې په شپږو اکثريتي مسلمان ملکونو ايران، ليبيا، صوماليه، سوډان، شام او يمن په وګړو د ۹۰ ورځو او کډوالو د ۱۲۰ورځو پورې امریکا ته د راتګ بندېز لګول شوی ؤ.

د دغه حکمنامې په ضد امریکا کې مظاهرې شوې وې او د واشنګټن او منيسوټا رياستونو کې دا امر منسوخ کړی شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG