لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په سوشل میډیا د کرکو خورونکو په ضد دګامونو امر


چوهدري نثار پخپل یو بیان کې ویلي فرقه ایزې کرکې هم د هیواد دومره دومره ستر ګواښ دی لکه څومره چې ترهګري ده
چوهدري نثار پخپل یو بیان کې ویلي فرقه ایزې کرکې هم د هیواد دومره دومره ستر ګواښ دی لکه څومره چې ترهګري ده

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار په ټولنیزو رسنیو فرقه واریت ته د ودې ورکوونکو په ضد د سختو ګامونو اخستو امر کړی دی.

دغه امر قانون پځایې کوونکو ادارو ته وروستو له هغې شوی چې د کرمې ایجنسۍ پاړه چنار کې په دوؤ غبرګو بمي چاودنو کې د ۷۵ؤ کسان وژل شول.

بمي چاودنو کې دبې ګناه خلکو د وژنې په پيښه د حکومت اؤ امنیتي ادارو په خاموشۍ په سوشل میډیا سخت ټکونه وشول اؤ وویل شول چې حکومت دپښتنو په روانه نسل کشۍ ځان ناجاڼه کړی دی.

د سوشل میډیا فعالین اؤ سیاسي ګوندونه وایي دپاکستان حکومت اؤ امنیتي ادارې دې په دغسې دړکو د خلکو ویرولو پځایې خپلې تګلارې بدلې کړي اؤ د ټولو قامونو اؤ فرقو خلکو ته دې په یو نظر وګوري.

د پنجنشبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار پخپل یو بیان کې ویلي فرقه ایزې کرکې هم د هیواد دومره دومره ستر ګواښ دی لکه څومره چې ترهګري ده.

هغه د هیواد د پلټنو د مرکزي ادارې ایف ايي ای د انټرنیټي جرمونو څانګې ته امر کړی چې د هاغو خلکو په ضد ګامونه واخلي چې فرقه ایزې کرکې خوروي.

له دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د غلیمو استخباراتي ادارو په وینا ځینې خلک غواړي چې دپاکستان اولس په فرقه ایزو اؤ ژبنو کرکو وویشي.

پوځ ویلي وؤ په هاغو خلکو یې کلک نظر ساتلی چې په ټولنیزو رسنیو دغسې ناوړه هڅې کوي.

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین دچوهدري نثار په دغه بیان سخت غبرګون ښکاری کړی اؤ ویلي یې دي چې حکومت دې پخپل ګریوان کې سرښکته کړي چې کرکې د دوئ پالیسۍ خوروي که اولس؟

وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي میا افتخار حسین وویل د بهاولپور د پیښې په څیر که د پاړه چنار پښتنو ته هم د هیواد د وګړو په نظر کتل شوي وؤ اؤ په وخت حکومتي اؤ امنیتي چارواکي دهغوئ مرستې ته ور وړاندې شوي وؤ نو نن به د احتجاجونو نوبت نه پیښیدو.

هغه وویل ترهګر په هیڅ قام، مسلک اؤ فرقه پسې تړون نه لري ټولو ترهګرو ته باید د ترهګرو په نظر وکتل شي او دهغوئ ترمنیځ دې د ښه اؤ بد ناوړه تګلاره پریښودل شي.

په دوبۍ کې میشته د سوشل میډیا یو پښتون فعال ښاغلي نظار یوسفزي وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دپاړه چنار په چاودنو کې د حکومت اؤ امنیتي ادارو د خاموشۍ اؤ توپیري چلند په ضد د خلکو په احتجاج دپاکستان ریاست په لمړي ځل داولس د شعور څخه خطره محسوس کړې ده.

نظار یوسفزئ زیاتوي پاکستان کې میډیا په پشپړ ډول اسټبلشمنټ دخپل کنټرول لاندې ساتلې اؤ اوس غواړي چې په سوشل میډیا هم خلکو نه د رایې د څرګندولو ازادي وتروړي .

نوموړي وویل د پاړه چنار چاودنو کې د حکومت اؤ امنیتي ادارو په توپیري چلند یوازې شیعه مسلمانان میدان ته نه دي راوتلي بلکې دټولو قامونو، مسلکونو، فرقو اؤ سیاسي ګوندونو باشعوره وګړي ددوئ تر شا ولاړ دي اؤ ورسره یووالی ښایي.

همدغه شان په ټولنیزو رسنیو دفعاله خلکو دحقونو دپاره کارکوونکي ښاغلي فرهنګ حسین هم د ډیوه راډیو همکار اورنګزیب خان ته ویلي په سوشل میډیا هم هاغه خبرې کیږي کومې چې په ټولنه کې روانې وي ،

هغه ویلي حکومت ته پکار دي چې په دغو اوازونو دقدغن ایښودو پځایې هاغه ستونزې هوارې کړي چې په ټولنیزو رسنیو پرې خلک بحثونه کوي.

هغه ویلي بندیز یوازې په هاغو خبرو پکار دی چې خطرناکې دي. خو خلک په سوشل میډیا د تعلیم اؤ انصاف دپاره هم غږ پورته کوي باید دغسې غږونه خاموشه نکړل شي.

دپاکستان حکومت اؤ پوځ باندې وروستو له هغې په سوشل میډیا د سختو نیوکو لړۍ پیل شوې چې د پنجاب بهاولپور کې د یوې قدرتي حادثې نه وروستو دپوځ سرلښکر، وزیراعظم اؤ دپنجاب وزیراعلي دغه سیمې ته ورغلل اؤ پیښه کې یې دمړو شوؤ کسانو کورنیو سره د یو تن په سر د ۲۰ؤ لکو اؤ ژوبلو سره د لسو لکو روپو د مرستې اعلانونه وکړل.

خو ددې په پرتله پاړه چنار کې د وژل شوؤ کسانو کورنیو د پاره یوازې د دریوؤ لګو روپو سړي سر مرسته اعلان شوې وه.

په دغه توپیري چلند ګرد پاکستان کې احتجاجي مظاهرې پیل شوي اؤ د پنجنشبې په ورځ وزیراعظم نوازشریف اعلان کړی چې د پاړه چنار د هر وژل شوي تن کورنۍ ته به لس لکه اؤ ژوبل ته به پینځه لکه روپۍ مرسته ورکوي.

خو د پيښې دقربانیانو کورنیو د وزیراعظم دغه مرسته رد کړې ده اؤ وایي هغوئ ته باید د وژنو نه نجات ورکړل شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG