لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان د انساني قاچاقو د مخنیوي لومړني معیارونه هم نه دي پوره کړي


په راپور کې راغلي دي چې د پاکستان حکومت ددغه راپور د جوړیدو په پرمهال انساني قاچاقچیان پلټلې، محاکمه کړي او د قانون منګلو ته سپارلي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د پاکستان حکومت ددغه راپور د جوړیدو په پرمهال انساني قاچاقچیان پلټلې، محاکمه کړي او د قانون منګلو ته سپارلي دي.
د پاکستان او د افغانستان حکومتونو د انساني قاچاقو د مخنیوي په برخه کې واړه معیارونه هم په بشپړه توګه نه دي پوره کړي که څه هم ددغو معیارونو د پوره کولو لپاره د پام وړ هڅې کوي.

دغه خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه په نوي خپور شوي کلني راپور کې شوې ده.

په راپور کې راغلي دي چې د پاکستان حکومت ددغه راپور د جوړیدو په پرمهال انساني قاچاقچیان پلټلې، محاکمه کړي او د قانون منګلو ته سپارلي دي.

همدارنګه د پاکستان حکومت د انساني قاچاقچیانو په اړه په خپل ملي سټراتیژیک چوکاټ کې بدلونونه راوستي چې تر کال ۲۰۲۰ پورې به قانوني حیثیت ولري.

دوي د ملګروملتونو د حقونو د ادارې او په وسلوالو شخړو کې د ماشومانو د نه کارولو قانون هم لاسلیک کړی.

د سند او پنجاب حکومتونو داسې یو قانون هم پاس کړ چې په کې د جنسي کارونو لپاره د ماشومانو قاچاق جرم ګنل شوی.

پنجاب ویلي وه چې ۷۹۰۰۰ ماشومان یې د خښتو له بټیو څخه ټول کړیدي چې د اوږدې مودې راهیسې یې هلته درانه کارونه کول.

ددې ټولو سره سره په یادو جرمونو کې د حکومتي چارواکو لاس درلودل یوه ستره ننګونه ده چې حکومت یې په اړه تر دې مهاله د کوم قانوني اقدام راپور نه دی ورکړی.

د همدې او یوشمیر نورو دلایلو له امله پاکستان د پرلپسې څلورم کال لپاره هم په دوهمه درجه کې پاتې شو.

پدغه راپور کې د افغانستان د حکومت په اړه ویل شویدي چې پدغه برخه کې دوهمې درجې ته ښه شویدی.

د افغانستان حکومت د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې د انساني قاچاقو د مخنیوي په برخه کې یو نوی قانون پلی کړ چې پکې بچه بازي قانوني جرم ګڼل شوې او سرغړونکو ته یې قانوني سزا ټاکل شوې.

د افغانستان حکومت د بچه بازۍ د مخنیوي او د انساني قاچاقو د یوشمیر نورو ډولونو په اړه له مشکوکو کسانو پوښتنې شوي، مجرم پیژندل شویو کسانو ته قانوني سزاګانې ورکړل شویدي چې په هغو کې یوشمیر حکومتي چارواکيٍ هم شامل وه.

د افغانستان حکومت همدارنګه د قرباني شویو ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ خوندي ځایونه هم پرانستي دي چې په ترڅ کې یواځې په ۲۰۱۶کال کې په امنیتي ځواکونو کې د۳۰۰ ماشومانو له ګمارلو څخه مخنیوي شویدی.

راپور پدې رانغاړل شوی چې د افغانستان حکومت ته د ماشومانو د حقونو د خوندیتو او د انساني قاچاقو د مخنیوي په برخه کې لا هم زیات کار پاتې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG