لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: تېر کال په نړۍ کې ۷۹۵ میلیونه کسانو پوره خوراک نه درلود


هغې د بیلګې په توګه له سوډان څخه یادونه وکړه چې د لسیزو کورنۍ جګړې څخه وروسته حتی د خپلواکۍ په ورځ هم خلکو ته زهر ورکړل شول.
هغې د بیلګې په توګه له سوډان څخه یادونه وکړه چې د لسیزو کورنۍ جګړې څخه وروسته حتی د خپلواکۍ په ورځ هم خلکو ته زهر ورکړل شول.

د خوراک د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي ویاندې بیټینا لیوسچر وايس اف امریکا ويلي له هدف سره سم تر ۲۰۳۰میلادي کال پورې د نړۍ په کچه د لوږې ورکیدل ښايي رښتینې بڼه غوره نه کړي.

هغه وويل، (تاسو پوهیږئ چې په نړۍ کې ډېره ګډوډي ده.تر بل هر وخت زیات بیړني حالتونه دي او مونږ په ټولو برخو کې هڅه کوو د ضروتمندو خلکو سره مرسته وکړو ترڅو خوراک ترلاسه کړي.)

د خوراک نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېف پي تېر کال له ۸۲میلیونو څخه زیاتو کسانو سره د خوراکي توکو او یا نقدو پېسو مرسته کړې ده.

لیوسچر وویل که څه هم دا ډیره مرسته ده خو بیا هم پوره نه ده.

نوموړې زیاته کړه چې په نړۍ کې د شخړو له ډېرېدو سره د مرستندویه ادارو کار نور هم ګرانيږي.

هغې د بیلګې په توګه له سوډان څخه یادونه وکړه چې د لسیزو کورنۍ جګړې څخه وروسته حتی د خپلواکۍ په ورځ هم خلکو ته زهر ورکړل شول.

اغلې لیوسچر زیاتوي، (تاسو وګورئ چې څه پیښ شول. دوی بیرته جګړو ته ولاړل. له شپږو کالو وروسته مونږ سږ کال د جنوبي سوډان په ځینو برخو کې د لومړي ځل لپاره کرنیز فصلونه ولیدل چې دا زمونږ په دې نوې پیړۍ کې یوه نوې خبره ده. هیڅ باور پرې نه کیږي. نو ځکه جګړې باید ودریږي.)

لیسچر وړاندې وویل له ولږې سره مبارزه پیسو ته اړتیا لري خو ددې په وېنا له بده مرغه په بیړنیو حالاتو کې نړیوالې مرستې په وخت نه کیږي.

د خوړو د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېف پي ویاندې بیټینا لیوسچر وویل چې دا مهال ددوي اداره په بیړه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري تر څو په یمن، سومالیا، جنوبي سوډان او شمال ختیځې ناجیریا کې پرې ضرورتمندو خلکو ته مرستې ورسوي.

دې وویل د نړیوالو له مرستې پرته به دا ډیره ناشونې وي چې د ولږې له امله د مړینې بهیر ودرول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG