لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نانګا پربت کې دوه بهرني غره ختونکي بې درکه شوي


د کال ۲۰۱۴م د جون په میاشت کې د نانګا پربت بېس کېمپ سره نزدې تُندلارو په يو بريد کې د نهه بهرملکي سېلګرو په ګډون ۱۱ تنه وژلي وو.
د کال ۲۰۱۴م د جون په میاشت کې د نانګا پربت بېس کېمپ سره نزدې تُندلارو په يو بريد کې د نهه بهرملکي سېلګرو په ګډون ۱۱ تنه وژلي وو.

د پاکستان شمالي سيمو کې د نړۍ په دنګو لوړو څوکو کې شامل نانګا پربت ته د ختونکو ۱۴ بهر ملکيانو د جملې څخه دوه بې درکه شوي دي.

چارواکي وايي تراوسه پورې بې درکه غره ختونکي نه دي مالوم شوي او دغلته خراب موسم د هغو لټون او امدادي کارونو په لاره کې خنډ جوړ دی.

پاکستان کې د غره ختنې په اړوند جوړ تنظيم (الپائن کلب) وياند کرارحېدري وي او ای ته ويلي په بې درکه شوؤ بهر ملکيانو کې د البيرټو زيرن بيريسټي تعلق د اسپېن او ماريوګلائيکن تعلق د ارجنټينيا سره دی.

د پاکستان شمالي علاقې ګلګت بلتستان په ديامير ضلع کې د نانګا پربت شمار د نړۍ په خطرناکو او لوړو څوکو کې کيږي.

له دې وړاندې هم د نانګا پربت سر ته ختو په هڅو کې څو غره ختونکو ژوند د لاسه ورکړی دی.

کراري ويلي د بې درکه کسانو لټون د څلورو ورځو نه روان دی، هغه ويلي دغه ډله په ۱۴مئي د چلاس نه روانه شوې او په ۱۸م مئي د بونربېس کېمپ نه نانګاپربت ته روان شوي وو.

په ډله کې شامل ۱۱ تنه بيرته کېمپ ته راغلي یو نه ؤ تلی، او ځايي لار ښود يې بېس کېمپ ته واپس ستون شوی دی.

نانګا پربت ۸۱۲۶ ميټره لوړ اود نړۍ نهمه دنګه څوکه ده، دې غر ته کلرماؤنټين يا وژونکی غر هم وايي.

د کال ۲۰۱۴م د جون په میاشت کې د نانګا پربت بېس کېمپ سره نزدې تُندلارو په يو بريد کې د نهه بهرملکي سېلګرو په ګډون ۱۱ تنه وژلي وو.

د دغه پېښې وروستو ګلګت بلتستان ته د تلونکو بهرملکي سېلګرو شمېره کمه شوې خو وروستو د حالاتو ښه کېدو سره يو ځل بيا سېلګرو دغه ځای ته مخه کړې ده، اود ګرمۍ په موسم کې د کی ټو او نانګا پربت په شان واورو ډکو غرونو څوکو ته ختو دپاره هر کال په لويه شمېره کې خلک راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG