لاس رسیدونکی لینک

ټېلرسن د خليج د بحران په سر د قطر او کويت د استازو سره ليدلي


لوړپوړي امریکايي سفارتکار په خليجي هېوادونو د خبرو اترو غږ کړی چې د سفارتي لارې شخړه هواره کړي.

د امریکې خارجه وزير رېکس ټېلرسن د سه شنبې په ورځ د قطر او کويت د لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي د دې دپاره چې د قطر او ګاونډي هېوادونو ترمنځ مخ په زیاتي کړکېچ ختمولو کې يې مرسته وکړي.

ټېلرسن درې اوونۍ وروستو له هغې د قطر د بهرنو چارو وزير شېخ محمدبن عبدالرحمان التهاني سره ليدلي چې سعودي عرب او نورو عرب هېوادونو په قطر کاروباندې بندېز او سفارتي اړيکې يې ورسره ختمې کړي دي. قطر د امریکا اتحادي دی.

لوړپوړي امریکايي سفارتکار په خليجي هېوادونو د خبرو اترو غږ کړی چې د سفارتي لارې شخړه هواره کړي. که څه هم سعودي عرب، بحرېن، مصراو متحده عرب اماراتو په خپلو ۱۳ غوښتنو کې د کموت ښکاره کولو خوښي نه ده څرګنده کړې.

د قطر نه په غوښتنو کې شامل دي چې ایران سره اړيکې ختمې کړي او الجزير ټيلي ويژن بند کړي.

ټېلرسن وروستو د کويت د کابيني د بهرنو چارو او موقتي خارجه وزير شېخ محمدعبدالله الصباح سره ليدلي او د قطر او خليجي هېوادونو ترمنځ د درېمګريتوب په لړ کې يې ورته د کلکې ملګرتيا باور ورکړی دی.

د امریکې خارجه وزير او د هغه کويتي سيال په ټولو فريقېنو ټينګار کړی چې سفارتي بحث ته لاره جوړه کړي، دويې د ترهګرۍ او تُندروۍ د مخې نيولو دپاره په ټولو خليجي هېوادونو د پام ساتلو غږ کړی دی.

ټېلرسن په ټولو فريقېنو غږ کړی چې د قطر سره د شخړې ختمولو دپاره غوره لار خبرې اترې کول دي، امریکا په قطر او بحرېن کې پوځي اډې لري.

د سعودي په مشرۍ خليجي هېوادون د جون په پينځمه نېټه په قطر د تُندروۍ د ملاتړ او سيمې بې ثباتۍ تور لګولی او هر ډول اړيکې يې ورسره ختمې کړي دي، قطر دغه ټول تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG