لاس رسیدونکی لینک

د سیدصلاح الدین په ترهګر ګرځولو دپاکستان سخت غبرګون


دامریکا لخوا دهند د ولقې لاندې کشمیر کې په عسکري فعالیتونو دبوخت وسله وال سید صلاح الدین دنړیوال ترهگر گرځول کیدو وروستو پاکستان په دغه پریکړه کلک غبرګون ښودلی اؤ وایي دکشمیر ازادۍ دپاره په مبارزه کوونکو بندیزونه لګول انصاف نه دی.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د ایګزیکټیو ارډر۱۳۲۳ د “ون بي” مادې په اساس سیدصلاح الدین چې خپل نوم یې محمد یوسف شاه دی

د امریکا قامي امنیت اقتصاد ، خارجه پالیسو او امریکايي وگړو لپاره د خطرې وړ گرځولې شوی دی.

په هغه دغه بندیزونه په داسې حال کې لگول شوي چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي د واشنگټن په سفر دی.

خو د یک شنبې په ورځ دپاکستان خارجه دفتر پخپل یو بیان کې په دغه پریکړه سختې نیوکې کړي دي.

د خارجه دفتر بیان کې د سید صلاح الدین له نوم نه دی اخستل شوی خو ویل شوي چې دغه بندیزونه د کشمیر دازادۍ دپاره مبارزه کوونکو سره بې انصافي ده

خارجه دفتر پخپل دغه بیان کې هند د بشري حقونو څخه په سرغړونه هم تورن کړی دی اؤ ویلي یې دي چې د کشمیریانو سیاسي،اخلاقي اؤ سفارتي مرستو ته به دوام ورکوي.

خو هندي چارواکي بیا دخپلې ولقې لاندې کشمیر کې وسله والو ډلو سره دپاکستان لخوا کیدونکو مرستو ته دهند په خاوره کې دلاسوهنې نوم ورکوي‌ اؤ دریځ لري چې پاکستان د هغوئ ‌خاورې ته ترهګر ورلیږي اؤ دغلته پرې ورانکاري کوي.

د امریکا د خارجه وزارت لخوا د صلاح الدين جائیداد او نورې اثاثې منجمد کړې شوي دي او امریکايانو ته امر شوی چې دده سره هیڅ قسمه مالي لین دین نه کوي.

محمد یوسف شاه چې په سید صلاح الدین شهرت لري د خپلې وسله والې ډلې حزب المجاهدین مشري کوي.

نوموړي په کال 2016 کې د کشمیر د لانجې سوله ايز حل مخالفت کړې ؤ او گواښ یې کړې ؤ چې نور کشمیریان به د ځان مرگي بریدونو لپاره تیاروي او دا چې کشمیر به د هندي پوځ په قبرستان کې بدلوي.

صلاح الدین په کال 2014 کې د هند ولقې لاندې کشمیر کې د یوشمیر بریدونو ذمه واري هم قبوله کړې وه چې پکې 17 کسان ژوبل شوي وو.

ممکنه ده ددې گام ترمخه به نړیواله ورورولي هم د یوسف شاه د هلوځلو مخ نیوي کې مرستې وکړي او دی به پخپله نشي کولی چې امریکا کې د یو تن یا یوې ډلې سره څه قسمه کاروبار وکړي

XS
SM
MD
LG