لاس رسیدونکی لینک

ټرمپ ـ مودي په وړومبي ځل ويني، دفاعي ايجنډا په سر کې


د امریکې صدر او د هند وزيراعظم د ګل يا دوشنبې په ورځ په وړومبي ځل سپينه ماڼۍ کښې ويني.

د امریکې صدر او د هند وزيراعظم د ګل يا دوشنبې په ورځ په وړومبي ځل سپينه ماڼۍ کښې ويني.

د امریکا د صدر ډونلډټرمپ او هند د وزيراعظم نريندرا مودي په وړومبي ځل مخامخ ليدنې او خبرو اترو په اړه د سپينې ماڼۍ وياند شان اسپائسر ویلي دا به "يو قوي بحث وي".

د مودي د سفر په اړه يو امريکايي ويلي، " مونږ به سُور قالين غوړؤ"، او صدر ټرمپ به په سپينه ماڼۍ کې د دروند مېلمه مېلمستيا کوي.

د جمعې په ورځ سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي ؤ " دا به اوږده ليدنه وي او دواړو مشرانو سره به د يو بل پېژندنې دپاره پوره وخت وي".

په واشنګټن کې د ايسټ ويسټ مرکز د دفتر مشر ساتو لمائی وايي، دواړه اولسي مشران دي او په اسيا کې اولسي سفارتکارۍ ته د ودې ورکولو دپاره کار کوي.

دواړه د پېشې نه سوداګر

د دواړو ملکونو ترمنځ نه يواځې ۱۲۰۰۰ کلوميټره فاصله ده بلکې مودي د ګُجرات په سړکونو د پلار سره د چائې په خرڅولو کې کار کړی دی، او ټرمپ د خپل پلار د جايداد د کاروبار سره تړلی پاتې شوی دی.

لمائي وايس اف امریکا ته ویلي " په دې موقع، د دواړو د تېر وخت هيڅ اهميت نشته، دواړه د ورکړې راکړې پېشه ور پوهان دي".

د اربونو ډالرو د بې پايلټه ډرون متوقع تړون

هيله ده په لیدنه کې ۲۲ ګارډين (اېم کيو ـ۹) بې وسلې ډرون تړون وشي کوم چې د هند سمندري ځواک کاروي او د دې تړون لګښت درې اربه ډالره اټکل شوی دی، بحېره هند کې د څارنې دپاره کارېدونکې دا ډرون د پاکستان اندېښنې راولاړولی شي.

XS
SM
MD
LG