لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وړوکي اختر په ورځ جنوبي وزيرستان کې چاؤدنو اته ماشومان وژلي


يوه چاؤدنه د تيارزه تحصيل په پټ کټ او دوېمه د سراروغه تحصيل سپين مازک سيمه کې شوې ده.
يوه چاؤدنه د تيارزه تحصيل په پټ کټ او دوېمه د سراروغه تحصيل سپين مازک سيمه کې شوې ده.

نن د وړوکي اختر په ورځ د پاکستان قبايلي سیمې جنوبي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو سیمو کې چاؤدنو لږ تر لږه اته کم عمره ماشومان وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

د جنوبي وزيرستان پوليټيکل چارواکي او ځايي خلک د دغو چاؤدنو له امله د ماشومانو د وژنو پخلی کوي او وايي چې يوه چاؤدنه د تيارزه تحصيل په پټ کټ او دوېمه د سراروغه تحصيل سپين مازک سيمه کې شوې ده.

د تيارزه تحصيل په چاؤدنه کې دوه ماشومان او سراروغه کې شپږ ماشومان د چاؤدنې ښکار شوي دي.

چارواکي وايي بمونه د ماشومانو د لوبو د څيزونو په شکل جوړ ؤ او چاؤدلي دي.

عېني شاهدانو ويلي سراروغه کې درې ماشومان په ځای مړه او درې نورو د ډېره اسماعيل خان روغتون ته په لار کې ژوند د لاسه ورکړی ځکه چې په لار کې چيک پوسټونه دي او د دوه ساعتو سفر يې په پينځه ساعتونو کې وکړی.

د ځايي خلکو په وېنا په سيمه کې د بنيادي طبي اسانتياؤ د نشتوالي له کبله دويې ژوبل ډېره اسماعيل خان ته منتقل کوي.

د سيمې يو اوسېدونکي سعيدانور ډیوه ريډيو سره خبرو کې وويل په سيمه کې دا اولنۍ پېښه نه ده له دې وړاندې هم په دغه رنګ چاؤدنو کې مرګ ژوبلې رامنځته شوي او هغه زياته کړه په علاقه کې په ځمکه کې ښخ دغه رنګ بمونه پاتې دي او دا غټه خطره ده.

دا په داسې حال کې چې انتظاميه وايي علاقه په بشپړ ډول پاکه کړی شوې او خلک دې بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د پاړه چنار د بريدونو تازه حال

بل لور ته د کرُمې ايجنسۍ مرکز پاړه چنار په طوري مارکيټ کې د جمعې په ورځ دوه بمي بریدونو کې د وژنوشمېره نوره سېوا شوې ده، چارواکي د مړينو شمېرې ۵۰ ښايي، خو ناتائيده راپورونه وايي د مړو شمېره د ۶۷ نه اوړېدلې ده.

په سيمه کې وړوکی اختر په غم کې نمانځل کيږي او ځايي مشرانو ويلي د سني او شيعه مسلک مشرانو د کورکمانډر پېښور سره د سيمې د امنيت په سر خبرې شوي دي.

دويې د کور کمانډر نه غوښتي امنيت دې دويې ته په خپل لاس کې ورکړي ځکه چې امنيتي ادارې ناکامه شوي او هلته پرله پسې دغه رنګ پېښې رامنځته کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG