لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د پټرولو په ټېنکر د اور لګېدو پېښه کې ۱۳۹ تنه مړه شوي


په پټرولو لګيدلي اور په سړک تېروېدونکې موټرسائيکلې او ګاډي هم سوځولي دي.
په پټرولو لګيدلي اور په سړک تېروېدونکې موټرسائيکلې او ګاډي هم سوځولي دي.

د پاکستان پنجاب صوبه کې د تېلو (پټرولو) په يو ټېنکر د اور لګېدو پېښه کې ۱۳۹ تنه مړه شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي.

د بهاولپور ضلعې د چارواکو په وېنا نن د يکشنبې په سهار احمدپور شرقيه سيمه کې د تېلو يو ډک ټېنکر اوختی او تېل ترې بهيدلي، په ګڼ شمېر کې ځايي خلک موقعې ته راټول شوي په لوښو کې يې تېل ډکول او په دغه وخت کې چاؤدنه شوې په تېلو اور لګېدلی دی.

چارواکو ويلي د تېز رفتارۍ له امله د ټېنکر اوختی او د اور لګېدو پېښه کې ۱۳۹ تنه مړه او د ۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي. په مړه شوؤ کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

په پټرولو لګيدلي اور په سړک تېروېدونکې موټرسائيکلې او ګاډي هم سوځولي دي.

ټول خلک په اور سوځېدلي او زيات روغتونونو ته د وروستو رسېدو له امله مړه شوي ځکه چې روغتونونه د موقعې نه لري او د سوځېدلو د وړو اسانتياوې کمې وې.

ژوبل شوي کسان د ملتان، رحيم يارخان او نورو نزدې سيمو روغتونونو ته منتقل کړی شوي دي.

چارواکو ويلي اور مړ کوونکي ګاډي موقعې ته رسېدلي خو زورور اور خلک سوځولي او ډېر وروستو اور قابو کړی شوی دی.

راپورونه وايي ځينې خلک دومره سوځېدلي چې پېژندګلو يې ګرانه ده.

دغه ټېنکر د کراچۍ نه لاهور ته په لار ؤ.

د پاکستان پوځ هم موقعې ته د هيلي کاپټر لېږلو ويلي چې د خلکو په مرستو کې برخه واخلي.

د ټرېفک پوليسو ويلي د اور لګېدو له امله غټه لار (قامي شاهراه) بند شوې او د هغې په ځای بدله لار جوړه کړی شوې ده.

د پنجاب صوبې اعلٰی وزير د پېښې اغېزمنو ته په فوري توګه د طبي اسانتياؤ ورکولو هدايات جاري کړي دي.

وزيراعظم نوازشريف پېښه کې د عامو خلکو په مړينه د افسوس څرګندونه کړې ده.

پاکستان کې له دې وړاندې هم د تېلو د ټېنکرو سره د مسافرو د ګاډو د ټکر په پايله کې دغه ډول وژونکې پېښې رامنځته شوي دي.

چارواکي د ټريفکي پېښو رامنځته کېدو علت د ډرائيوانو بې غوري او سړکونو خرابوالی ښايي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG