لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داختر اعلان ! مفتي شهاب الدین پوپلزۍ لادرکه کړل شوی


مفتي پوپلزئ
مفتي پوپلزئ

د اختر اؤ د روژې د اعلان د پاره د پیښور دمشهور تاریخي جومات قاسم علي خان خطیب مفتي شهاب الدین پوپلزئ لادرکه کړی شوی دی.

دخالي په ورځ په سوشل میډیا داسې ناتائیده راپورونه خپاره شوي چې مفتي شهاب الدین پوپلزۍ ایجنسو اوچت کړی ترڅو د حکومت نه مخکې د اختر اعلان ونه کړي.

پاکستان کې هر کال د اختر اؤ روژې د میاشتې لیدلو پسر اختلاف وي چې له دې امله اختر اؤ روژه په بیلابیلو ورځو ویشل شوي وي .

د خیبرپښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو زیاتره خلک د پيښور دقاسم علی خان جومات په اعلان اختر اؤ روژه کوي اؤ په نور ملک کې د مرکزي رویت هلال کمیټې داعلان په اساس اختر اؤ روژه وي.

خو د مفتي شهاب الدین پوپلزۍ نزدې سرچینو میډیا ته ویلي چې سږکال مفتي صیب داختر نه یوازې دوه ورځې وړاندې لا درکه کړی دی.

دغه سرچینې وایي چې مفتي پوپلزۍ اؤ د هغه بل نزدې ملګري مولوي نورالبصر تیره ورځ اسلام اباد ته روان شوي وؤ چې تر اوسه لادرکه دي.

تیرکال هم د خلکو د توقعاتو برعکس مفتي شهاب الدین پوپلزۍ اختر ته په نزدې ورځو کې د عمرې دپاره سعودي ته په ناڅاپي ډول تللی .

دپيښور یو وتلي صحافي اصف نثار غیاثي په ټولنیزه رسنۍ فیس بک پخپل وال تر دې حده دعوه کړې چې د مفتي‌ پوپلزۍ په زوره د ملک څخه د ویستو یا ملک بدر کولو اطلاع ورته رسیدلې ده.

خو ځینې سرچینې وایي چې مفتي پوپلزۍ ایجنسو له اوچتولو وروستو د عمرې په بهانه سعودي عرب ته په زوره لیږلو مجبوره کړی دی.

دپیښور پولیسو میډیا ته د مفتي شهاب الدین پوپلزۍ د نیول کیدو څخه لاتعلقي ښکاره کړې خو د قاسم علي خان جومات سرچینو میډیا ته ویلي چې تیره شپه ورته پولیس ورغلي اؤ ګواښ یې ورته کړی چې دمیاشتې د لیدلو دپاره به هیڅ قسمه غونډه نه کوي.

دپښتونخوا زیاتره دیني عالمان اؤ عام خلک ګیله کوي چې د میاشت لیدنې مرکزې کمیټه کې د پښتنو شهادتونو ته غوږ نه نیول کیږي.

خو د میاشت لیدنې د مرکزي کمیټې مشر مفتي منیب الرحمان وایي بیا دریځ لري چې دمیاشتې د لیدلو داعلان واک یوازې حکومتي کمیټه لري اؤ هیڅوک پخپل سر د اختر اؤ‌ روژې اعلان نه شي کولی.

قاسم علي خان جومات چې د مغل شاهنشاه اورنګزیب د واکمنۍ په دور کې دقیصه خوانۍ بازار ترڅنګ جوړ شوی دغلته قابو د نیمې پیړۍ نه د اختر اؤ روژې د میاشتو لیدلو په هکله دمذهبي عالمانو غونډې کیږي.

دغه عالمان د خلکو نه شهادتونه ترلاسه کوي اؤ د هاغو شهادتونو په اساس بیا د اختر اؤ‌ روژې اعلان کوي.

حکومت څو کرته مفتي پوپلزۍ ته ویلي چې باید د روژې اؤ‌اختر اعلان د میاشت لیدنې د حکومتي کمیټې سره یو ځایې کوي .

خو ښاغلی پوپلزی دریځ لري چې د هغوئ د جومات څخه د زمانو راهسې د میاشت لیدنې د اعلان روایت راروان دی اؤ دغه اعلان د اسلامي حکمونو په اساس کیږي.

تر دې مهاله نه ده معلومه چې د مفتي شهاب الدین پوپلزۍ په غیرجودګۍ اؤ د حکومت په سخت فشار کې به د قاسم علي خان جومات دننه نن د شنبې په ورځ د میاشت لیدنې دپاره د عالمانو غونډه راټوله شي که نا؟

خو د قاسم علي خان جومات سرچینو هوډ ښکار کړی چې هغوئ به خامخا څه لاره راوباسي چې خلکو نه د میاشتې د لیدلو شهادتونه واخلي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG