لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي چارواکي وایي په حرم شریف یې د برید هڅه شنډه کړې


سعودي چارواکي وایي د یو شکمن ځانمرګي تن مخه یې دخانه کعبې سره نزدې په اجیاد المصفي سیمه کې نیولې ده.
سعودي چارواکي وایي د یو شکمن ځانمرګي تن مخه یې دخانه کعبې سره نزدې په اجیاد المصفي سیمه کې نیولې ده.

سعودي چارواکي چې د مکې معظمې په حرم شریف یې د ترهګریزو بریدونو هڅه شنډه کړې اؤ ددغه هڅې د یو برید ګر په ځان وژونکي برید کې ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.

دجمعې په شپه د سعودي عرب په سرکاري ټیلي ویژن د دداخله وزارت لخوا ویل شوي دریوؤ ترهګرو ټولګو غوښتل چې خانه کعبه کې په عبادت بوختو مسلمانانو باندې برید وکړي خو امنیتي ځواکونو دهغوئ مخه په بیلابیلو مقاماتو نیولی ده.

سعودي چارواکي وایي د یو شکمن ځانمرګي تن مخه یې دخانه کعبې سره نزدې په اجیاد المصفي سیمه کې نیولې ده.

د سعودي امنیتي ځواکونو ویلي ددغو برید کوونکو څخه دیو ځان وژونکي مخه دخپل اپارټمنټ یا ودانۍ دننه ونیول شوه اؤ هغه هم هلته ځان الوځولی.

چارواکي وایي په دغه چاودنه کې د پنځوؤ عسکرو په ګډون ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.

پولیسو دعوه کړې ده چې ددغه برید شنډولو څخه د مخه یې په په مکه اؤ جده کې هم د یوې ښځې په ګډون پینځه شکمن کسان نیولي دي.

دسعودي عرب ټیلي ویژن ویلي په حرم شریف دبرید دا هڅه په داسې وخت کې شنډه کړل شوې چې د روژې میاشت په وتلو ده اؤ په بیت الله شریف کې دعبادت کوونکو سخت رش دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG