لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلي په طالبانو د سولې بهير سره يوځاې کېدو غږ کړی


خليلي د جمعې د نمانځه وړاندې کابل کې د نمونځ کوونکو يوې غونډې ته په وېنا کې د طالبانو غوښتي چې د سولې د بهير سره يو ځای شي.
خليلي د جمعې د نمانځه وړاندې کابل کې د نمونځ کوونکو يوې غونډې ته په وېنا کې د طالبانو غوښتي چې د سولې د بهير سره يو ځای شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمدکريم خليلي د طالبانو دغه څرګندونې ستايلي چې د کابل او هرات په ترهګرو بريدونو کې يې لاس نه لرلو، خو ويلي يې دي طالبان په زور خبل اهداف نشي ترلاسه کولی.

خليلي د جمعې د نمانځه وړاندې کابل کې د نمونځ کوونکو يوې غونډې ته په وېنا کې د طالبانو غوښتي چې د سولې د بهير سره يو ځای شي.

نوموړي ويلي سوله د تسليميدو په معنٰی نه ده.

خلیلي وویل" د دغه ممبر څخه یو ځل بیا پر وسله والو مخالفانو او په ځانګړي ډول د طالبانو پر تحریک غږ کوم که هغويې غواړي چې د جنګ د لارې خپل هدف ته ورسیږي نو ډیره غلطه کوي".

هغه ووېل جنګ د يو اړخ نه هم د حل لاره نه ده.

ښاغلي خليلي د طالبانو له اړخه د کابل او هرات بريدونو کې لاس نه لرل او غندنه کول يې ستايلي او دا يې سولې پله ګام بللی دی.

بل لور ته د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخند د وړوکي اختر په پېغام کې ويلي په افغانستان کې د بهرنو ځواکونو د شتون په صورت کې سوله نه کوي.

د طالبانو مشر ويلي " امریکایان هم باید د واقعیتونو په درک کولو سره د جهادي مقاومت د مقابلې په ځاې د افغان مجاهد اولس د قانوني غوښتنو په منلو سره له د سفارتي لارو خپله ستونزه حل کړي،د سولي په مخ کي ترټولو لوی خنډ قبضه ده او د قبضې په ختمېدوسره د سوله يیزې لارې د افغانستان د مسلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده ،د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ییز حل د موندلو دنده سپارلې ده".

طالبانو ویلي چې نه د بل هیواد په چارو کې لاس وهنه کوي او نه هم بل چا ته د دې اجازه ورکوي چې افغانستان د نورو هیوادونو پر خلاف وکاروي.

همداشان طالبانو په دغه بیان کې افغانستان ته د نورو امریکایي سرتیرو راتګ په دغه هیواد کې د جګړې د اوږدیدو په معنی ګڼل شوی دی.

د طالبانو مشر ویلي " هغويې چې پر افغانستان یې د امنیت د راوستو دفشار دپاره برید کړی اوس یې له امله ټوله سیمه نا ارامه کړې، دا چې هغوی هرڅومره دلته د خپلو ځواکونو په پاتې کولو او یا هم زیاتولو ټینګار کوي، هغومره به ورسره دسيمې حساسيت زیاتیږي او په نتیجه کې به یې د افغانستان په شمول ټوله سیمه نوره هم بې ثباته کيږي".

د طالبانو مشر په خپل پېغام کې د قطر او یو شمېر عربي هیوادونو ترمنځ رامخې ته شوي جنجال په اړه هم خفګان ښودلی او د دغو هیوادونو یې د سولې له لارې د ستونزې د هوارولو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG