لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دکرکټ د نړیوالې شورا غړی شو


لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د بشپړ غړیتوب امتیاز ورکړو چې له دې وروستو اوس افغانستان په نړۍ کې دټیسټ لوبو کولو هم جوګه شوی .

دافغانستان دکرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وایي اوس به یې هڅه دا وي چې نړۍ ته ثابته کړي چې افغانستان پخپل صلاحیت دغه مقام ته رسیدلی.

د کرکټ د نړیوالې شورا دغړي توب ترلاسه کولو سره به اوس نه یوازې دافغانستان ټیم د نړۍ دلویو لوبډلو سره لوبیدلی شي بلکې د کرکټ دپراختیا دپاره به هرکال خواوشا ۵۰ میلیونه ډالر هم د کرکټ د نړیوالې شورا یا ایي سي سي څخه ترلاسه کوي.

دافغانستان ترڅنګ ایي سی سي د ایرلنډ ټیم ته هم خپل غړیتوب ورکړی دی .

افغانستان اؤ ایرلینډ ته د کرکټ د نړیوالې شورا د غړیتوب ترلاسه کیدو سره د هاغو هیوادونو شمیره ۱۲ؤ ته رسیدلې ده چې د نړیوال کرکټ په لوړه کچه لوبیږي.

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني پخپل یو پیغام کې په دغه ستر ویاړ ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده اؤ دا یې د افغانستان د پرمختګونو څخه یو بل مهم پرمختګ ګرځولی.

دا مهال افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې په لسم مقام دی.

په وروستي ځل د کرکټ نړیوالې شورا بنګلدېش ته شاوخوا ۱۷ کاله مخکې بشپړ غړیتوب ورکړی ؤ.

د ایي سی سي د غړیتوب ترلاسه کولو وروستو اوس د افغانستان کرکټ لوبډله ددې جوګه شوې ده چې د مهمو پریکړو په وخت نه یوازې خپل نظر وړاندې کړي اؤ د کرکټ سره په تړلو قوانینو اؤ ستونزو کې د اعتراض کولو جوګه وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG