لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وایي پخپله خاوره به ډرون بریدونه ونه زغمي


هغه په دې وروستیو کې د خیبر پښتوتخوا هنګو سیمه کې د شوي ډرون حملې غندنه هم وکړه

پاکستان پخپله خاوره ډرون بریدونه د خپلې خپلواکۍ په ضد ګرځولي اؤ امریکا ته یې ډاګیز پیغام ورکړی چې د بې پائیلوټه الوتکو بریدونه به ونه زغمي.

امریکا له دې وړاندې د پاکستان قبائیلي سیمو کې د ډرون بریدونو دلارې د القاعده اؤ طالبانو مهم مشران، کمانډران اؤ جنګیالي وژلي دي.

تیره ورځ نړیوالو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وؤ چې افغانستان اؤ پاکستان دپاره نوې تګلاره کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان د تندلارو د ځالو ختمولو دپاره فشار سیوا کولی اؤ په دغه هیواد ډرون بریدونه یو ځل بیا پیل کولی شي.

د زیارت په ورځ خبریالانو ته د پاکستان دبهرنو چارو ددفتر ویاند ښاغلي نفیس ذکریا وویل ډرون بریدونه د ترهګرۍ په ضد روانې جګړې ته زیان رسوي اؤ په ددې په هکله په نړیوال کچ د پاکستان دریځ خلکو ته معلوم دی.

هغه په دې وروستیو کې د خیبر پښتوتخوا هنګو سیمه کې د شوي ډرون حملې غندنه هم وکړه اؤ وئ ویل چې دغسې بریدونه دپاکستان په ګټه نه دي.

د روانې میاشتې په ۱۳مه نیټه دهنګو په سپین ټل کې د حقاني شبکې په جنګیالو امریکایي ډرون دوه میرائیل داغلي وؤ چې دمیډیا راپورونو له مخې په دغه برید کې د ابوبکر په نوم د حقاني نیټ ورک یو مهم کمانډر وژل شوی اؤ د هغه درې نور ملګري ژوبل شوي وؤ.

د بهرنو چارو ددفتر ویاند وویل پاکستان امریکا سره خپلو اړیکو ته په درنه سترګه ګوري اؤ چمتو دی چې د ډانلډ ټرمپ انتظامیې سره په ګډه کار وکړي.

هغه وویل د ترهګرۍ په ضد جګړه زمونږ پخپله ګټه تمامیږي.

افغانستان سره د تاؤژنو اړیکو په هکله د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي نفیس ذکریا وویل په دې تورونو کې هیڅ حقیقت نشته چې دپاکستان زمکه د افغانستان په ضد کارول کیږي.

هغه وویل افغانستان سره په پوله د څارنې کلک نظام ځکه ضروري دی چې ددې په وجه به په پوله د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیول شي.

افغان چارواکي تور لګوي چې دپاکستان استخباراتي شبکې ایي ایس ایي د طالبانو اؤ حقاني شبکې د جنګیالو په اوږه ټوپک ایښودی اؤ افغانستان کې پرې جګړې اؤ فسادونه کوي خو پاکستانددغو تورونو منلو ته تیار نه دی.

په دې وروستیو کې پاکستان افغانستان سره په لګیدلې پوله د ازغن تارلګولو اؤ امنیتي کمربندونو جوړولو کار هم پیل کړی خو افغان حکومت پاکستان ته ګواښ کړی چې که په پوله یې په یو اړخیز ډول هر اقدام وکړو افغانستان به یې مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG