لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: موټر بم چاؤدنه کې ۲۹ تنه وژل شوي


د پېښې د عېني شاهدانو په وېنا چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په ګڼ شمېر کې حکومتي مامورين  او پوځیان د بېنک نه تنخوا اخستو دپاره راغلي او د بېنک مخې ته موجود وو.
د پېښې د عېني شاهدانو په وېنا چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په ګڼ شمېر کې حکومتي مامورين  او پوځیان د بېنک نه تنخوا اخستو دپاره راغلي او د بېنک مخې ته موجود وو.

د افغانستان هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کابل بېنک مخې ته يوه موټري بمي چاؤدنه کې ۲۹ تنه وژل شوي او د ۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

د پېښې د عېني شاهدانو په وېنا چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په ګڼ شمېر کې حکومتي مامورين او پوځیان د بېنک نه تنخوا اخستو دپاره راغلي او د بېنک مخې ته موجود وو.

چارواکو پېښه کې د ۲۶ تنو د وژنې پخلی کړی او ویلي يې دي ژوبل شوي تنان د لښکر روغتون ته وړل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمرځواک وي او ای ته ویلي په ژوبلو کې د ځينو روغتیايي حالت مرګونی دی، هغه ويلي په ژوبلو کې پوځي عسکر او عام خلک شامل دي.

دغه برید په داسې حال کې شوی د اسلام مقدسې مياشتې روژې وروستۍ ورځې دي او اختر رانزدې دی.

د چاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونه د پېښې موقعې ته رسېدلي او راپورونه وايي چاته موقعې ته د ورتلو اجازه نه ورکوي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري نه ده منلې.

د افغانستان په جنوب لويدیځ کې د امریکايي ځواکونو مشر بريګيډيئر روګرټر دغه برید غندلی او ویلي يې دي، " په وژونکي بريد کې عام بې ګناه خلک په هدف شوي څوک چې د اختر د خوشحالو نمانځلو تنخوا اخستو ته راغلي وو، او يو ځل بیا دښمن د عام بې ګناه خلکو په نخښه کولو ناوړه عمل ترسره کړو".

هلمند د افغانستان تر ټولو غټه صوبه ده او د صوبې په زیاته برخه کې وسله وال طالبان اثر لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG