لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دتښتول شوؤ بهرنو استاذانو بدل کې انس حقاني غواړي؟


افغان طالبانو له دې وړاندې هم ددغو استاذانو د تښتونې په هکله دوه ویډیوګانې جاري کړې وې
افغان طالبانو له دې وړاندې هم ددغو استاذانو د تښتونې په هکله دوه ویډیوګانې جاري کړې وې

په افغانستان کې طالبانو د امریکا او اسټرالیا د تښتول شوو استادانو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې هغوي د امریکایي صدر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کوي چې د هغوې د خوشې کولو دپاره طالبانو سره خبرې وکړي.

په دغه برامته کړل شوؤ کې ۶۰ کلن امریکایي کیون کنګ اؤ ۴۸کلن اسټریلوي وګړی ټموتهي ویګز کابل کې د امریکایي پوهنتون استاذان دي چې تیرکال د وسلې په زور طالبانو د پوهنتون د څانګې یا کیمپس څخه تښتولي وؤ.
د چهارشنبې په ورځ طالبانو ددغه تښتول شوؤ کسانو یوه ویډیو جاري کړې چې پکې هغوئ د امریکایي صدر ټرمپ څخه غوښتنه کوي چې دهغوئ خوشې کولو دپاره باید دغو یاغي طالبانو سره خبرو ته کښیني.

افغان طالبانو له دې وړاندې هم ددغو استاذانو د تښتونې په هکله دوه ویډیوګانې جاري کړې وې .

په دغو ویډیوګانو کې طالب وسله والو د برامته کړل شوؤ استاذانو د پریښودو بدل کې دبګرام اؤ پل چرخي زندان څخه دخپلو زنداني جنګیالو د خوشې کولو غوښتنې کړې وې.

د طالبانو په تازه ویډیو کې ښکاري چې تښتول شوي کنګ لویه ږیره پریښودې اؤ وایي”دچا ولکه کې چې یم دوئ راسره ښه چلن کوي، زه اؤ زما ملګری ټم ویکز یې د میلمنو په توګه ساتلي یو خو هر قیدي بالاخر هیله کوي چې له بند څخه خلاصون ومومي”

د اسټرالیا پروفیسر ټیمټي ویکس په دغه ویډیو کې وایي " زه هیله کوم چې بندې شوي طالبان زر تر زره خپلو کورونه ته بیرته راشي او د خپلې کورنۍ سره اختر ولمانځې. او زه هم په خپلوانو او ملگرو پسې کور ته لاړ شم."

تر دې مهاله د افغانستان حکومت او یا هم امریکایي چارواکو د دغې ویډیو په هکله څه نه دې ویلي.

داسې ویل کیږي چې دغه کسان د حقاني شبکې جنګیالو نیولي دي اؤ ددغه شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوئ انس حقاني هم دا مهال افغانستان کې بندي دي.

د کابل د وروستیو چاودنې نه پس په سوشل میډیا د افغان اولسمشر څخه د انس حقاني د تیزندي کولو غوښتنې هم شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG