لاس رسیدونکی لینک

په پوله د یو اړخیزه اقدام پسر پاکستان ته دافغانستان خبرداری


دپاکستان لخوا افغانستان سره په لګیدلې پوله د ازغن تار خورولو اؤ امنیتي پوستو جوړولو په کار دلاس پورې کولو وروستو کابل اسلام اباد ته خبرداری ورکړی چې که په خودسره ډول یې په پوله څه اقدام وکړو نو افغانستان به یې په کلکه مخې ته ودریږي.

افغانستان دغه خبرداری وروستو له هغې ورکړی چې تیره ورځ دپاکستان پوځ وویل افغانستان سره په لګیدلې پوله یې د ازغن تارخورولو اؤ امنیتي پوستو جوړولو کار یو ځل بیا پیل کړی دی.

د افغانستان دصدارتي ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب ازاد پخپل یو ویډیو پیغام کې ویلي افغان حکومت به پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې په ډيورنډ کرښه ازغن تار وغځوي او په دې به ډېر ژر پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

همدغه شان د افغانستان د سرحدونو اؤ قبائیلو د وزارت سرپرست ښاغلي عبدالغور لیوال هم ویلي چې که چرې پاکستان په یو اړخیزه ډول په پوله کوم اقدام وکړو نو افغانستان به یې په سختۍ سره مخه نیسي.

د اولسمشر مرستيال وياند وايي له ١٨٩۶ز کال راپدېخوا افغان حکومت او اولس هېڅکله ډيورنډ کرښه نه خو ديو رسمي سرحد په حيث منلي او نه یې په حقوقي لحاظ ورته غاړه ایښې.

هغه وایي کله چې هم د یو تړون يوه خوا له منځه ځي، قرارداد په خپله له منځه ځي.

هغه زیاته کړې "په دې وروستيو کې د اروپا پارلمان هم ويلي چې په عمومي ډول اروپا او په ځانګړي ډول برتانیه دا اشتباه کړې وه چې يو قوم يې په دوو برخو ووېشلو او دا اشتباه بايد ژر جبيره شي"

دمرستیال ویاند په وینا "که پاکستان داسې فکر کوي چې ترهګري د اغزن تار د غځولو په وسيله له منځه ځي، دا فریب دي، پاکستان افغانستان او ټوله نړۍ پوهېږي چې ترهګر چېرته دي او پټنځايونه يې چېرته دي.

هغه ویلي که چېرې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې صادق دى، نو بايد په خپل هېواد کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي او د هغوى ملاتړ ونه کړي بلکې باید چې افغانستان او نړۍ سره له ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې ودرېږي.

بل لوري ته دافغانستان دسرحدونو اؤ قبائیلي چارو سرپرست ښاغلي عبدالغفور لیوال برتانوي خبري اژانس ته ویلي دافغانستان حکومت اؤ خلکو ته په کرښه ازغن تار خورول اؤ امنیتي پوستې جوړول په هیڅ ډول د منلو نه دي اؤ په پوله د روانو خوځښتونو جوخته څارنه کوي.

د سه شنبې په ورځ دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې افغانستان سره په ګډه پوله دغه ازغن تار د پوځ دسرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه په امر لګوي چې مقصد یې په پوله دترهګرو د فعالیتونو مخه نیول دي.

پاکستاني پوځ په ډاګه کړې وه چې دغه ازغن تار به په لمړي پړاؤ کې په باجوړ،مهمند اؤ خیبرایجنسو کې اؤ په دوهم پړاؤ کې به په نورو قبائیلي سیمو اؤ بلوچستان سره پیوست افغان پوله باندې لګول کیږي.

پوځ وایي دازغن تار ترڅنګ به افغانستان سره په لګیدلې پوله امنیتي پوستې اؤ قلعه ګانې هم جوړوي

خو څیړونکو وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته دپاکستاني پوځ ددغه اقدام په غبرګون کې ویلي چې ازغن تار لګول د مسئلې حل نه دی پاکستان له پکار دي چې دافغانستان په حواله خپله تګ لاره او خارجه پالېسۍ کی مثبت بدلون راولي .

افغان چارواکي د پولې د سمبالښت په نوم دپاکستان دغه رقم ګامونه پخپله خاوره کې مداخله ګڼي اؤ په دغه معامله د دواړو هیوادونو اړیکې زیاتې تاوژنې شوي هم دي.

پاکستان اؤ افغانستان یو بل سره د ډیورنډ دکرښې په نوم ۲۶۴۰ کلو میټره اوږده پوله لري چې دغه پوله افغانستان د نړیوال سرحد په توګه نه مني اؤ پاکستان یې افغانستان سره خپل نړیوال سرحد ګڼي.

دغه کرښه په کال ۱۸۹۳ کې دبرتانوي هند اؤ دافغانستان دهاغه وخت دامیر عبدالرحمان لخوا د ترسره شوي یو تړون په اساس راښکل شوې وه.

نن هم ددغه کرښې دواړو غاړو ته ګڼې داسې سیمې شته چې دواړه سیمې یې د ملکیت دعوه لري.

XS
SM
MD
LG