لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودی باچا خپل زوی محمد بن سلمان وليعهد جوړ کړی


۳۱ کلن شهزاده سلمان له دې وړاندې دملک مرستيال ولي عهد ؤ، او د نوي شاهي فرمان جاري کېدو وروستو به هغه د ملک باچا يا حاکم وي.
۳۱ کلن شهزاده سلمان له دې وړاندې دملک مرستيال ولي عهد ؤ، او د نوي شاهي فرمان جاري کېدو وروستو به هغه د ملک باچا يا حاکم وي.

د سعودي عرب باچا شاه سلمان د يو شاهي فرمان د لارې د ملک وليعهد شهزاده محمدبن نائف د ټولو څوکو لرې کړی او خپل زوی شهزاده محمد سلمان يې وليعهد جوړ کړی دی.

۳۱ کلن شهزاده سلمان له دې وړاندې دملک مرستيال وليعهد ؤ، او د نوي شاهي فرمان جاري کېدو وروستو به هغه د ملک باچا يا حاکم وي.

د سعودي عرب د دولتي خبري ادارې ترمخه شهزاده محمدبن سلمان د ملک نائب وزيراعظم جوړ کړی شوی او د دفاع د وزير تر څنګ نورې چوکۍ به هم ورسره وي.

خبري ادارې ای پي ويلي پخواني نائب وليعهد شهزاده نائف د چهارشنبې په سهار په مکه کې د نوي وليعهد شهزاده سلمان سره ليدلي او د هغه د وفادارۍ اعلان يې کړی دی.

د شاه عبدالله د مړينې وروستو د سعودی نوي باچا سلمان بن عبدالعزيز په ۲۰۱۵م کې وليعهد شهزاده مقرن بن عبدالعزيز بن سعودي د ولي عهد د څوکۍ نه لرې کړی، خپل وراره او د ملک داخله وزير شهزاده محمد بن نائف يې نوی وليعهد جوړ کړی ؤ.

شهزاده نائف په نومبر ۲۰۱۲م کې داخله وزير جوړ کړی شوی ؤ له دې وړاندې هغه د ملک د امنیتي چارو مشر ؤ هغه د سعودي شاهي کورنۍ د درېم نسل تر ټولو بااثر شهزاده ګڼل کېدو.

راپورونه وايي په ۲۰۰۹م کې القاعده په شهزاده نائف د بريد دپاره ځانمرګی بريدګر ورلېږلی او ترهګرې ډلې نائف تر ټولو سخت دښمن ګرځولی ؤ، په دغه بريد کې نائف بچ پاتې شوی ؤ.

شهزاده نائف د يوې مودې پورې د القاعده په ضد عملياتو مشري کړې ده.

راپورونه وايي شاه سلمان د سعودي عرب د باچاهۍ فېصله د شورا سره د صلاح وروستو خپل شهزاد محمد بن سلمان ولي عهد جوړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG