لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چېمپئنز ټرافۍ ستوري فخرزمان کلي ته په رسېدو تود هرکلی شوی


په هوايي اډه پرې ګلونه شيندل شوي او د هغه په ویاړ کې نعرې وهل شوي دي.
په هوايي اډه پرې ګلونه شيندل شوي او د هغه په ویاړ کې نعرې وهل شوي دي.

د کرکټ د چېمپئنز ټرافۍ ستوري لوبغاړي فخرزمان خپل کلي کاټلنګ انځرګي ته په رسېدو تود هرکلی شوی دی، کاټلنګ د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په شمال کې ۲۰ کلوميټره لرې پروت کلی دی.

فخرزمان د چېمپئنز ټرافۍ فاينل کې د هند په ضد په ١٠٦ بالونو ١١۴ رنز جوړ کړي او د پاکستان لوبډلې په ګټه کې مهم رول لوبولی، او د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی ؤ.

د چیمپئنز ټرافۍ نه بيرته په ستنېدو فخرزمان نن د سه شنبې په سهار نزدې اووه بجې د پېښور په باچاخان نړيوال هوايي ډګر باندې کوز شوی او هلته يې په ګڼ شمېر کې د هغه اوک رکټ مينه والو او د عامو خلکو سره سياستمدارو تود هرکلی کړی دی.

په هوايي اډه پرې ګلونه شيندل شوي او د هغه په ویاړ کې نعرې وهل شوي دي.

د پېښور نه کلي ته د موټر وی په لار رشکۍ انټرچېنج باندې هم ګڼ شمېر خلکو د هغو هرکلی کړی او د کاروان په شکل کې خپل کلي انځرګي ته رسېدلی دی.

په کلي کې هم د هغه خپل خپلوان، د کلي او چاپېره علاقو خلکو دهغه تود هرکلی کړی او په کور يې خلک رامات دي د فخرزمان هرکلی کوي هغه ته اومبارکۍ ورکوي خوشحالۍ کوي او هغه فوټوان اوباسي.

کلي ته په رسېدو میډيا سره په خبرو کې فخرزمان وویل د "وړومبۍ ورځې نه د ښه لوبې په تکل کې ؤ او په فائنل کې يې دغه ارمان ؤ چې ښه لوبه وکړي".

هغه وويل "چې په اول سر کې اؤټ شو سخت خفه شو خو چې امپائر د نو بال ووېل او هغه بيرته لوبې ته ستون شو نو ارمان يې پوره کړو او ښه په نره ولوبېدو".

نوموړي وويل ښه لوبه او د چېمپئنز ټرافۍ ګټه يې د ټول ملک دپاره ډالۍ ده.

فخرزمان د چېمپئنز ټرافۍ فاينل کې د هند په ضد په ١٠٦ بالونو ١١۴ رنز جوړ کړل او په لوبه کې د غوره لوبغاړي یا مین اف دي میچ اعزاز يې ترلاسه کړو، د هغه په دغه اننګز کې درې چکو یا شپږ رنزې او ١٢ چوکې یا څلور رنزې شاملې وې.

٢٧ کلن فخرزمان په وړمبي ځل یو ورځنو نړيوالو سيالو او چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان په قامي ټیم کې ولوبید او د چیمپیئنز ټرافۍ څلور میچونه يي وکړل.

د چیمپئنز ټرافۍ په دوو میچونو کې فخر زمان پنځوس پنځوس رنزونه وکړل او په فاینل کې يي د خپل کېریر وړمبۍ سینچري وکړه او په ١١۴ رنزونو اوټ شو.

د ځوان ستوري لوبغاړي فخرزمان نه وړاندې د مردان سيمې څخه د پاکستان د قامي لوبډلې پخواني کپتان او ستوري بېټسمېن يونس خان تعلق هم د مردان ضلعې سره ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG