لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکي او روس دکړکېچ وروستو اسټريليا په شام کې هوايي بريدونه ځنډولي


امریکا د دوشنبې په ورځ د روس ګواښ ته سخت غبرګون ويلی ؤ.
امریکا د دوشنبې په ورځ د روس ګواښ ته سخت غبرګون ويلی ؤ.

اسټريلیا د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې په شام کې د خپلو ځواکونو هوايي بريدونه په عارضي ډول ځنډوي.

دا ګام وروستو له هغې اخستل شوی چې د امریکا جنګي الوتکې د شام جنګي الوتکه راګوزاره کړې او د شام اتحادي روس هغې ته په غبرګون کې ویلي چې په شام د پاسه د امریکا په مشرۍ د اتحاد د الوتکې پرواز به بريد ګڼي.

اسټريليا د دغه اتحاد برخه ده چې په کال ۲۰۱۴م کې يې په شام کې د داعش په ضد هوايي بريدونه پېل کړي وو.

د اسټريليا د دفاع وزارت ويلي، د شام فضايي وضعيت څاري او د هغې وروستو به د هوايي بريدونو په ځای کولو فېصله کوي، وزات ويلي د امریکا يه مشرۍ د شام په ګاونډي عراق کې به يې هوايي بریدونه روان وي.

امریکا د دوشنبې په ورځ د روس ګواښ ته سخت غبرګون ويلی ؤ.

د سپينې ماڼۍ وياند شان سپائسر د دوشنبې په ورځ د امریکې لخوا د شام د الوتکې ويشتو دفاع کړې او ویلي يې ؤ، مونږ به هر هغه ګام پورته کوو چې زمونږ ګټې خوندي کوي.

نوموړي ویلي ؤ، د شام رژيم دې ځان پوه کړي چې مونږ او د داعش په ضد زمونږ اتحاديان د خپلې دفاع حق لري، او زياته کړې يې ده امريکا به د خپلو اتحاديانو سره په ګډه په شام کې د داعش په ضد عمليات دوامداره ساتي.

د روس د بهرنو چارو مرستيال وزير سرګۍ ريابکوف د امریکا لخوا د شام الوتکې ويشتو عمل ته جارحيت يا تېری ویلي ؤ.

روس ويلي امریکې سره د تماس هغه لائن هم قطع کوي کوم چې په شام کې د کومې حادثې په ترڅ کې د پوځي نښتې د مخنيوي دپاره جوړ کړی شوی ؤ.

خو د سپيني ماڼۍ وياند ویلي امریکا به د تاؤتريخوالي کمولو دپاره د اړيکو په ځای ساتلو دپاره هڅې کوي.

له دې وړاندې د امريکا د پوځ مشر جنرال جوزف ډنفورډ ویلي ؤ امريکايي چارواکي د کومې وژونکې پېښې د مخنيوي دپاره د روس سره د اړيکو بيا په ځای کولو هڅه کوي.

هغه خبريالانو ته ويلي ؤ روس ويلي دي چې په شام کې د دغو عملياتو هدف داعش ته ماتې ورکول دي او دا د امریکا هدف هم دی.

هه ويلي راتلونکو څو ساعتو کې به د روس د دغه ادعا رښتياوالی معلوم شي ځکه چې د شام د رقه ښار نه چارچاپېره اوجنوبي شام کې د امریکا او اتحاديانو عمليات يې يواځې د داعش په ضد دي.

روس ويلي امریکا سره ښکاره جنګ نه غواړي ولې په شام کې د روس په اتحاديانو بريدونه هم نشي زغملی.

د روس پوځ تور لګولی چې د اتوار په ورځ امریکا د شام د الوتکې ويشتو نه وړاندې هغه اړيکه نه ده ټينګه کړې کومه چې د شام فضايي حدونو کې د دغه ډول پېښو نه بچ کېدو دپاره جوړ کړی شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG