لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان سره سوله غواړو،خو غیر سیاسي اړیکې نه منو


اشرف غني د سیاسي ګوندونو مشرانو سره غونډه کوي
اشرف غني د سیاسي ګوندونو مشرانو سره غونډه کوي

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني وایي هیواد یې پاکستان سره سوله غواړي خو ستونزې باید دولت په دولت حل کړي غیر سیاسي اړیکې هیچا ته د منلو وړ نه دي.

هغه دغه خبرې په صدارتي ماڼۍ کې د سیاسي ګوندونو مشرانو سره د لیدنې په مهال کړي.

دسه شنبې په ورځ داولسمشر د ماڼۍ نه د جاري شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې ښاغلي اشرف غني دهیواد دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو اؤ استازو سره دافغانستان دمهمو موضوعاتو په هکله صلاح مشورې کړي دي.

اولسمشر غني دغونډې برخه والو ته وویل په کابل کې د وروستیو تروریستي بریدونو موخه، د “کابل پروسې“ د کنفرانس ګډوډول وو.

هغه وویل دغه کنفرانس د بن کنفرانس وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانانو له لوري طرحه او د دوی په کوربه توب جوړ شو او سیمه ییزه او نړیواله اجماع یې رامنځته کړه.

اشرف غني وویل لومړی زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ضد حګړه پیل شوه، وروسته زمونږ د ملت او خلکو په ضد او اوس دغه جګړه د اړخ په بدلولو سره زمونږ د ملي یووالي په ضد دوام لري.

هغه د وضعیت درک کولو او ملي ګټو لپاره د سیاسي ګوندونو او خلکو ونډه مهمه وبلله.

دبیان له مخې اولسمشر وویل دا لومړی ځل دی چې نړۍ د افغانستان د ثبات او هوساینې لپاره اجماع ته رسېدلې او دا د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

هغه ټینګاروکړو چې له دې اجماع څخه باید په اغېزمنه توګه د افغانستان په ګټه کار واخېستل شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، جګړه باید په سیاسي مبارزه بدله شي او د قدرت جریانونه باید له هغه سره د جګړې او مبارزې توان ولري او د سولې او ثبات ټینګښت، د جګړې پایته رسېدو پورې تړاو لري.

اولسمشر غني د پاکستان دولت سره د سولې مذاکراتو د بهیر د پیل یادونه وکړه او وې ویل مونږ د تل پاتې او باعزته سولې غوښتونکي یو چې نور په راتلونکي کې د جګړې نوی فصل پرانه نیزي.

هغه زیاته کړه، د ثبات، د سولې او د امنیت ترمنځ باید تفکیک وجود ولري، ځکه که چېرې د سولې بهیر غلط مخته یوړل شي، د نا امنیو سبب کېږي.

هغه داهم وویل چې د هېوادونو ستونزې باید دولت په دولت حل شي، ځکه له دې پرته مناسبات نه شي تامینېدلی او غیر سیاسي اړیکې هیچا ته د منلو وړ نه دي.

په بیان کې دا نه سپینه شوې چې دغیرسیاسي اړیکو په هکله د ښاغلي اشرف غني اشاره کوم لوري ته ده خو له دې وړاندې افغان صدر اؤ نورو چارواکو پرله پسې ویلي چې پاکستان کې اصل قوت د پوځ په لاس کې دی اؤ حکومت د ستونزو د هواري صلاحیت نه لري.

د دوشنبې په ورځ هم واشنګټن کې د افغانستان سفیر ښاغلي محب د پاکستان سفیر اعزاز چوهدري ته په یوه ناسته کې مخ په مخ ویلي وؤ”مونږ نه پوهیږو د کوم پاکستان سره خبرې وکړو، یو هاغه پاکستان دی چې پوځ یې چلوي اؤ بل هاغه چې اولس یې استازیتوب کوي”

افغان چارواکي دا تور هم لګوي چې د پاکستان استخباراتي شبکې ایي ایس ایي طالبان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې یې پرې جګړه دوامداره ساتلې ده خو پاکستان د افغان حکومت دغه تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي افغانستان کې سوله غواړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG