لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په سمندري ځواکونو دوسله والو برید کې دوه عسکر وژل شوي


ګوادر بندرګاه افغانستان، منځنۍ اسیا او د چين لویدېځو علاقو دپاره سمندر ته د رسېدو اسانه لار ده
ګوادر بندرګاه افغانستان، منځنۍ اسیا او د چين لویدېځو علاقو دپاره سمندر ته د رسېدو اسانه لار ده

دپاکستان دبلوچستان په ګوادر سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دپاکستان دسمندري ځواکونو دوه عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دکړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان د ګوادر بندرګاه افغانستان، منځنۍ اسیا او د چين لویدېځو علاقو دپاره سمندر ته د رسېدو اسانه لار ده.

اؤ دا مهال چین دګوادر بندرګاه نه دخپلو سامانونو مینځنۍ ایشیاء اؤ اروپائی هیوادونو ته رسولو دپاره دیوې لویې اقتصادي لارې یا سي پیک په جوړولو بوخت دی،

د ګوادر د پولیسو مشر یا ایس ایس پي برکت حسین کهوسه خبریالانو ته په دغه برید کې د سمندري ځواکونو د دوؤ عسکرو د وژنې اؤ دریوؤ د ژوبل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې ژوبل کسان کراچۍ ته د علاج دپاره رسول شوي دي.

هغه ویلي دغه پیښه په جیوني سیمه کې شوې ده .

د پولیسو ددغه مشر په وینا وسله وال څلور کسان وؤ چې په دوؤ موټر سائیکلو ناست وؤ اؤ د سمندري پوځ په ګاډي یې ناتاره ډزې کړي دي.

دپاکستان وزیراعظم میانوازشریف ، دبلوچستان وزیراعلي نواب ثناء الله زهري اؤ د سمندري ځواکونو ویاند پخپلو بیلابیلو بیانونو کې ددغه پیښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو دا رقم بزدلانه بریدونه د پوځ حوصلې نه شي ماتولی .

د سمندري پوځ ویاند ویلي په دغه پیښه کې ککړ ترهګر به خپل انجام ته رسول کیږي.

په پاکستان کې د میډیا ځینو رسنیو ویلي چې ددغه پیښې پړه یاغي ډلې بلوچ لبریشن ارمي په غاړه اخستې خو ازادو سرچینو ددغه دعوې تصدیق نه دی کړی.

په ۱۳ مئ هم په ګوادر سیمه کې دپاک ـ چائنا اقتصادي سړک یا سي پیک په جوړونه بوختو مزدورانو باندې د نامعلومو کسانو ډزو کې نهه مزدوران وژل شوي وؤ.

بلوچستان دپاکستان د رقبې اؤ پسماندګۍ په لحاظ تر ټولو لویه صوبه ده اؤ دا مهال په دغه صوبه کې ګڼ شمیر وسله وال تنظیمونه د حکومت یاغی توب ته راولاړ شوي دي.

دغه تنظیمونه تور لګوي چې دپاکستان حکومت د بلوچستان د خلکو بشري ، ائیني اؤ جمهوري ازادۍ تروړلي اؤ ددې صوبې په وسائیلو پنجاب خیټه اچولې ده.

وخت په وخت په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ تنصیباتو بریدونه هم کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG