لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې شپږنيم کروړه خلک کډوال دي


پاکستان د ترکي نه پس دوېم هغه هېواد دی چې تر ټولو زياتو کډوالو ته يې ځای ورکړی چې زیاتره يې افغان کډوال دي.
پاکستان د ترکي نه پس دوېم هغه هېواد دی چې تر ټولو زياتو کډوالو ته يې ځای ورکړی چې زیاتره يې افغان کډوال دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېن اېچ سي ار) ترمخه دا وخت په ګرده نړۍ کې شپږنيم کروړه خلک کډوال يا په خپلو هېوادونو کې بې کوره دي، او پاکستان کې هم ۱۴ لاکه کډوال ژوند کوي.

يواېن اېچ سي ار په خپل کاليز راپور کې ويلي په نړۍ کې پاکستان د ترکي نه پس دوېم هغه هېواد دی چې تر ټولو زياتو کډوالو ته يې ځای ورکړی چې زیاتره يې افغان کډوال دي.

پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار ویاند قېصر افريدي ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ويلي، د کاليز راپور خپرول سبا له په ګرده نړۍ کې د کډوالو ورځ نمانځل او هغويې ته پيرزونې وړاندې کول دي.

د نوموړي په وېنا "پاکستان کې ۱۴ لاکه افغان کډوال ژوند کوي او د دويې زياته شمېره په خېبرپښتونخوا او بيا به په بلوچستان صوبه کې اوسيږي".

هغه ووېل " د ترکي نه پس پاکستان دوېم نمبرملک دی چې په زياته شمېره کې د افغان کډوالو کوربه توب کوي او د ۴۰ کالو نه دا سلسله روانه ده،په پوره دنيا کې تېر کال ۶۵ ملينه خلک بې کوره شوي دي په دې کې ۵۱ فيصده ماشومان دي او هر درې سېکنډه پس يو تن بې کوره کيږي".

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه د کال ۲۰۱۵م په پرتله په ۲۰۱۶م کې د کډوالو په شمېره کې درې لاکه اضافه شوې ده.

که څه هم دا شمېره د کال ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م په پرتله دا شمېره کمه ده خو د ملګرو ملتونو د کډوالو هايي کمشنر فليپوګرانډي په وېنا د هر باوجود دا د نړيوالۍ سفارتکارۍ ناکامي په ګوته کوي او داسې ښکاري چې نړۍ د امنيت د ټېنګښت جوګه نه ده پاتې.

د نوموړي په وېنا د کډوالو زيات بوج د نړۍ په غريبو هېوادونو پرېووځي او د نړۍ د ۸۴ فيصده کډوالو تعلق د غريبو او منځنۍ طبقې د هېوادونو سره دی.

د راپور ترمخه په شپږنيم کروړه کډوالو کې څه دپاسه دوه کروړه مهاجر، څلور کروړه په هېواد کې دننه بې کوره او ۲۸ لاکه په نورو هېوادونو کې د پناه په لټه کې دي.

په دې شمېره کې د شام ۵۵ لاکه، د افغانستان ۲۵ لاکه او د جنوبي سوډان ۱۴ لاکه خلک شامل دي. او ترکي د مهاجرت سره مخ ۲۹ لاکه خلکو پناه ورکړې ، او پاکستان د ۱۴ لاکه افغان کډوالو کوربه توب کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ترڅنگ خپله د پاکستان گڼ شمیر شهریان هم د هیواد دننه د مختلفو اسبابو په وجه د کډوالو په څیر په ژوند مجبور دي.

د پاکستان قبایلي سیمو باجوړ، مومندو، خیبر ایجنسۍ، اورکزۍ، کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ د ایف ار ټانک، دره ادم خیل او نورو یوشمیر سیمو نه هم د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو له امله په میلیونونو خلک بې کوره شوي.

د پاکستان د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو د ادارې چارواکي وايي د پاکستان حکومت په زیاترو سیمو کې کنټرول له لاسه ورکړی دی.

د حکومتي ادارې د برښنايي پاڼې له مخې نږدې ۴۵۰ لکه راجستر شوي او نږدې دوه لکه غیر راجستر شویو کورنیو د تیرو ۱۴ کلونو په موده کې له قبایلي سیمو څخه کډه کړیده.

خبر زیاتوي دا مهال ۲۳ زره کورنۍ داسې دي چې د روان کال تر اخره پورې به خپلو کورونو ته ستانې شي چې پکې د شمالي وزیرستان څه باندې ۱۸۰۰۰، د جنوبي وزیرستان نږدې ۲۵۰۰، او د خیبر ایجنسۍ ۱۲۰۰ کورنۍ شاملې دي.

د افغانستان دننه د جګړو او ناخوالو د دوام له امله ددغه هیواد د کډوالو د چارو د وزارت په وینا نږدې ۱۲ لکه کسان د هیواد دننه بې ځایه شویدي.

دغو بې ځایه شویو کسانو ته د افغانستان د حکومت لخوا په لنډ مهاله توګه پنډغالي یا کمپونه جوړ شویدي.

له بلې خوا ملګري ملتونه وايي د جګړو او ناخوالو له امله په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات کسان کډوال شوي او یا د هیواد دننه بې ځایه شویدي چې په تیر وخت کې یې ساری نه لیدل کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG