لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورې بوړې زياته سيمه بيرته نيول شوې


د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې ستراتېژیکه او مهمه سیمه تېره اونۍ داعش وسله والو ونیوله
د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې ستراتېژیکه او مهمه سیمه تېره اونۍ داعش وسله والو ونیوله

د افغانستان په ختيځ کې د پوځ چارواکو ویلي ځواکونو یې د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې یو بل کلی الف خېل یې هم تېره شپه نیولی دی.

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند لفټننټ شېرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل چې ګډو حکومتي ځواکونو د تورې بوړې د الف خېلو سیمه په بشپړه توګه نیولې او ځواکونه یې په پرمختګ کې دي.

د سېلاب قول اردو ویاند زیاتوي چې داعش وسله وال له سیمې تښتېدلی او ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

په سیمه کې د محلي پولیسو یو مشر نواز وايي چې د الف خېلو سیمې ته ځواکونه ور رسېدلي خو دغه منطقه یې لا په بشپړه توګه نه ده نیولې.

نوموړی وايي:" د تورې بوړې سمڅو ته لا عملیات کوونکي ځواکونه نه دي رسېدلي، یو دوه کلي لا پاتې دي چې ټوله توره بوړه ونیول شي، خو ډېره برخه یې نیول شوې ده".

نوموړی وايي چې ځواکونو دغه پرمختګ تېره شپه کړی دی.

د پچیراګام ولسوال هجرت الله امریکا غږ ته وویل چې لږه ساحه لا پاتې ده چې توره بوړه په بشپړه توګه د افغان ځواکونو لاس ته ولوېږي.

تر اوسه لا داعش وسله والو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې ستراتېژیکه او مهمه سیمه تېره اونۍ داعش وسله والو ونیوله چې له امله یې د چارواکو په وینا لسګونه داعش او طالب وسله وال ووژل شول او سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې خوندي سیمو ته وتښتېدې.

چارواکو ویلي چې د عملیاتو تر کامیابېدو وروسته به د تورې بوړې د ساتنې لپاره سیمه ییز پاڅونوال وګماري او د لارې په اوږدو کې به یې د پولیسو او نورو قواوو امنیتي پوستې هم جوړې کړي.

(خبر د امريکا غږ اشنا)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG