لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي جنګي الوتکې د شام الوتکه راګوزاره کړې


د پېنټاګون ترمخه د بمبارۍ په خبر ترلاسه کېدو د امریکا د پوځ (سُپرهارنټ) الوتکه علاقې ته لېږل شوې او د شام الوتکه يې ويشتې ده.
د پېنټاګون ترمخه د بمبارۍ په خبر ترلاسه کېدو د امریکا د پوځ (سُپرهارنټ) الوتکه علاقې ته لېږل شوې او د شام الوتکه يې ويشتې ده.

امریکايي جنګي الوتکې د اتوار په ورځ د شام هغه جنګي الوتکه راګوزاره کړې چې د داعش په ضد جنګېدونکو د امريکا ملاتړو جنګيالو باندې يې بمباري کړې.

پېنټاګون ويلي د شام د پوځ (اېس يُو ـ ۲۲) جنګي الوتکې د طبقه علاقې سره نزدې په هغو جنګيالو بمباري کړې څوک چې د امریکا په مشرۍ جوړ نړيوال اتحاد په مرسته په سيمه کې د تُندلارې ډلې داعش په ضد جګړه کې بوخت دي.

د پېنټاګون ترمخه د بمبارۍ په خبر ترلاسه کېدو د امریکا د پوځ (سُپرهارنټ) الوتکه علاقې ته لېږل شوې او د شام الوتکه يې ويشتې ده.

تراوسه د ويشتل شوې الوتکې د پائلټ په اړه نه ده معلومه شوې چې ايا هغه د الوتکې ګوزارېدو نه وړاندې په وتلو کې بريالی شوی یا وژل شوی دی.

له دې وړاندې د شام په پوځ په جعدين نومې علاقه کې د نړيوال اتحاد ملاتړو جنګيالو باندې بريد کړی او څو يې پکې ژوبل کړي وو. خو د اتحادي ځواکونو الوتکو د رژيم د ځواکونو جعدين پله تلو مخه نيولې وه.

د امریکې د دفاع محکمې د دغو عملياتو وروستو د روس سره اړيکه ټينګه کړې کوم چې د پېنټاګون په وېنا په سيمه کې د کړکېچ نور سېوا کېدو مخنيوی ؤ.

پېنټاګون ويلي د اتوار د ورځې اقدام يې په شام کې د جوړو قاعدو سره سم او اتحادي ځواکونو د ساتنې دپاره کړی دی.

پېنټاګون زياته کړې، د شام حکومت ، روس يا د شام حکومتي پلوه ځواکونو سره يې جګړه نشته، خو که چرته اتحادي پوځ يا ملاتړو ته يې کومه خطره ورپېښيږي نو ځواب به ورته وايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG