لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لندن کې د جومات نه بهر په خلکو ګاډي خېژولو کې يو تن مړ،اته ژوبل


د مېټروپولېټن پوليس ويلي د برید نوعيت ته په کتو يې د خلکو په عامو ځايونو کې نور پوليس په ځای کړي په خصوصي توګه د روژې نيوونکو دپاره.
د مېټروپولېټن پوليس ويلي د برید نوعيت ته په کتو يې د خلکو په عامو ځايونو کې نور پوليس په ځای کړي په خصوصي توګه د روژې نيوونکو دپاره.

د لندن د پوليسو په وېنا د اتوار په شپه ناوخته د جومات نه بهر په پېدل خلکو د ګاډي خېژولو پېښه کې يو تن مړ او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د لندن د ترهګرۍ په ضد عمليات کوونکي ځواکونه د بريد پلټنې کوي. د برتانيې وزيراعظمې تهريسامی ويلي چارواکو يې دا ترهګري بلي او هغې دې ته دردؤنکې پېښه ويلي دي.

چارواکو ويلي د ګاډي ۴۸ کلن ډرائيور يې نيولی ، او هغه خلکو په خپله په موقع رانيولی ؤ، او د ګل د سهاره پورې د بل کوم مشکوک پېژندګلو نه ده شوې.

شمالي لندن کې شوي دې بريد کې يو تن ځای په ځای مړ او اته ژوبل روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د برتانيه د اسلامي شورا عمومي سېکتر هارون خان ويلي د عېني شاهدانو ترمخه ګاډی چلونکی تن "اسلامي فوبيا هڅولی ؤ".

خان ویلي "چې د روژې د مياشت په ختمېدو به مسلمانان اختر نمانځي جوماتونو ته به ځي، دويې د چارواکو هيله لري د جوماتونو نه بهر امنيتي ګامونه پورته کړي".

د مېټروپولېټن پوليس ويلي د برید نوعيت ته په کتو يې د خلکو په عامو ځايونو کې نور پوليس په ځای کړي په خصوصي توګه د روژې نيوونکو دپاره.

لندن کې په وروستيو کې دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي، تېره میاشت په مانچسټر کې د ترهګرۍ بمي چاؤدنه او تازه د موټر برید او د لندن برج سره د چاکو د ګوزارونو پېښه رامنځته شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG