لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد کې د پاکستاني قونصلګرۍ دوه چارواکي بې درکه شوي


جلال اباد د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سره په پوله پروت ولايت ننګرهار مرکز دی.
جلال اباد د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سره په پوله پروت ولايت ننګرهار مرکز دی.

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات ويلي د افغانستان ختيځ جلال اباد ښار کې يې د قونصلګرۍ دوه چارواکي د جمعې په ورځ هغه وخت بې درکه شوي چې پاکستان ته په لار وو.

جلال اباد د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سره په پوله پروت ولايت ننګرهار مرکز دی.

د بهرنو چارو وزارت ویلي د اړونده افغان چارواکو سره یې دغه خبره شريکه کړې ده.

وزارت ویلي افغان چارواکو ورته ویلي چې د چارواکو زر تر زره موندلو دپاره يې هڅې پېل کړي او د دغه کار دپاره يې درې ډلې جوړې کړي دي.

پاکستان افغان حکومت ته خواست کړی چې د قونصلګرۍ د چارواکو موندلودپاره پوره هڅې وکړي او په دغه کار کې ککړ خلک د قانون منګولو ته راولي.

د بهرنو چارو وزارت ويلي افغان چارواکو سره په دغه اړوند په رابطه کې دي.

بل لور ته د ننګرهار د ګورنر ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته ويلي چې د قونصلګرۍ له زمه وارو سره په همغږۍ يې د بېدرکه شویو کارمندانوپه موندلو پسې هڅې پېل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو کارمندانو د تښتولو ادعا نه ده کړې، خو د ننګرهار ولایتي اداره وايي پلټنې یې پیل کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG