لاس رسیدونکی لینک

د امریکايي جنګي بېړۍ د عملې د غړو مړي راويستل شوي


د شنبې په سهار د جاپان ساحل سره نزدې د امریکا جنګي بېړۍ او يو مال وړونکې بېړې په ټکر شوې وې.

د امریکې سمندري ځواک ويلي لامبوزنو يې د پېښې ښکارشوې جنګي بېړۍ يُوـ اېس ـ اېس فټزجيرالډ د تري تم شوې عملې د څو تنو مړي يې راويستي دي.

د شنبې په سهار د جاپان ساحل سره نزدې د امریکا جنګي بېړۍ او يو مال وړونکې بېړې په ټکر شوې وې.

چارواکو ويلي د لټون عمل به د يکشنبې په ورځ هم تر هغې روان وي څو پورې چې د ټولو تري تم شوؤ غړو پته نه وي لګيدلي.

تراوسه دا نه ده مالومه شوې چې څومره مړي راويستل شوي دي.

د لټون په عملياتو کې د امریکا او جاپان يو شمېر کشتۍ او يو هوايي جهاز هم برخه اخلي.

امریکايي جنګي بېړۍ د ځان نه غټې مال وړونکې بېړۍ سره په ټکر شوې وه، دغه مال وړونکې تجارتي بېړۍ د فلپائن سره تعلق لري او وزن يې ۲۹زره ټنه او ۲۲۲ ميټره اوږده ده، د امريکايي بېړۍ وزن ۸۳۱۵ ټنه او ۱۵۴ ميټره اوږده والی لري.

د امریکي د بېړۍ چارواکو ويلي، مال وړونکې بېړۍ د جنګي بېړۍ د منځ سره په ټکر شوې د عملې د اوسېدو دوه سټېشنې، د مشينرۍ کمره او رېډيو کمرې يې ته زيان اړولی دی، دا جنګي بېړۍ بيرته د جاپان ساحل ته رسول شوې ده.

چارواکو ويلي د جنګي بېړۍ په اوبو کې ډوبې برخې ته د زيان اوړېدو له سببه دغه برخې د اوبو نه ډکې شوي دي.

د تري تم شوې عملې د غړو نومونه لا نه دي ويل شوي. د تري تم شوؤ نه علاوه د جنګي بېړۍ کپتان برېس بينسن د درې غړو سره ژوبل شوی دی.

XS
SM
MD
LG