لاس رسیدونکی لینک

د پلټنو ګډې ډلې شهباز شریف نه هم د شتمنیو پوښتنې کړي


سترې محکمې دغه ګډې پلټنیزې ډلې ته امر کړی چې په دوؤ میاشتو کې باید خپلې پلټنې سرته ورسوي

په پاکستان کې ددغه هیواد د وزیراعظم ښاغلي نوازشریف آؤ د هغه د کورنۍ نورو غړو څخه د حساب غوښتنې لړۍ دوامداره ده اؤ دشنبې په ورځ د هغه کشر رور شهباز شریف هم د پلټنو ګډې ډلې جی ایي ټي ته وړاندې شوی.

په نوازشریف اؤ کورنۍ یې مخالفو ګوندونو تحریک انصاف اؤ جماعت اسلامي تور لګولی چې په غبن یې پیسې پیدا کړي اؤ بیا یې دهیواد دغه پیسې په ناقانونه ډول بهر ویستي دي.

دپاکستان سترې محکمې د پاناما پیپر په نوم د شریف کورنۍ په ضد ددغه دوسیې پلټنو دپاره دهیواد دبیلابیلا ادارو په غړو مشتمله یوه پلټنیزه ډله جوړه کړې چې دغه ډله دا مهال د شریف کورنۍ څخه په پلتڼو بوخته ده.

جی ایي ټي یا کډې پلټنیزې ډلې په ۱۵م جون د پاکستان وزیراعظم اؤ له هغې وړاندې د وزیراعظم دواړو زامنو حسن نواز اؤ‌حسین نواز څخه هم مخ په مخ پلټنې کړي دي.

دشنبې په ورځ د پنجاب صوبې وزیراعلي اؤ د وزیراعظم کشر ورور ښاغلي شهباز شریف هم دغه پلټنیزې ډلې ته وړاندې شوی اؤ د هغه څخه یې د کورنۍ د پیسو، جائیدادونو اؤ کارخانو په اړوند پوښتنې شوي دي.

دپاکستان سترې محکمې دغه ګډې پلټنیزې ډلې ته امر کړی چې په دوؤ میاشتو کې باید خپلې پلټنې سرته ورسوي خو جی ایي ټي تور لګولی چې حکومت اؤ ځینې ادارې یې دکار مخې ته خنډان راولاوي اؤ ګرانه چې دغه پلټنې دوؤ میاشتو کې ترسره شي.

حکومت اؤ ځینو ریاستي ادارو د پلټنو د ګډې ډلې دغه تورونه رد کړي .

دپاکستان تحریک انصاف اؤ جومات اسلامي ډلو مشرانو د وزیراعظم نوازشریف نه غوښتنه هم کړې ده چې ترڅو د هغه احتساب روان وي باید هغه د وزیراعظمۍ له کرسۍ کوز شي.

خو وزیراعظم نوازشریف د جون په ۱۵مه میډیا ته ویلي وؤ چې په هغه یا کورنۍ یې دملکي خزانې څخه دغبن تور نه دی لګیدلی بلکې د شخصي کاروبار په هکله ترې حساب غوښتل کیږي.

نوازشریف ویلي “زما له پیدائش وړاندې زما د کورنۍ څخه احتساب اخستل کیږي خو تراوسه په مونږ چا د یوې کاسیرې دغبن تور ثابت کړی نه دی ”

هغه ویلي وؤ دهیواد اساسي قانون ته په درناوي یې خپل ځان پلټنیزې ډلې ته وړاندې کړی.

د نوازشریف په کورنۍ د لګیدلو تورونو دپلټنو پشپړیدلو راپور به سترې محکمې ته ورکول کیږي اؤ څیړونکي وایي که چرې په نوازشریف د ناقانونه پیسو د راټولولو اؤ دخپلو شتمنیو پټولو تورونه ثابت شول نو ستره محکمه د هغه د ګوښه کولو امر هم کولی شي.

XS
SM
MD
LG