لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د روسیې د هغې ادعا په اړه شک لري چې ګواکې د داعش مشر یې وژلی دی


د امریکا استخباراتي څیړونکي د روسیې په هغې ادعا باندې شک څرګندوي چې د القاعده شبکې مشر ابوبکر البغدادي تیره میاشت د روسیې لخوا د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شویدی.

د داعش په وړاندې د امریکايي عملیاتو ویاند راین ډیلن وايي امریکا دغه راپورونه اوسمهال نشي تاییدولی.

د روسیې پوځ د جمعې په ورځ ویلي وه چې په سوریه کې یې د مې د میاشتې په وروستیو کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د داعش ډلې قومندانان په نښه کړي وه چې ښايي ددغې ترهګرې ډلې مشر هم پکې وژل شوی وي.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې په خپل فیسبوک یې خپره کړې ویلي چې روسي الوتکو د می په میاشت کې د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته هغه وخت بریدونه وکړل چې د اسلامي دولت د ډلې مشرانو د یوې غونډې پلان درلود.

د روسیې د دفاع وزارت وایي، داسې باور دی چې د روسي الوتکو په دغه برید کې د داعش څو لوړپوړي مشران وژل شوي وي چې په هغو کې ٣٠ قوماندانان او د هغوی شاوخوا ٣٠٠ ساتونکي وژل شوي وي.

د روسیې د دفاع وزارت وایي "د هغو معلوماتو له مخې چې اوس د مختلفو چینلونو نه ترلاسه شوي په دې غونډه کې د داعش مشر ابو بکر البغدادي هم ناست و چې په برید کې ووژل شو".

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG