لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور:د وسله والو په ډزو درې پولیس وژل شوي


دغه تازه برید د څمکنو سیمه کې شوی اؤ پولیس وایي په ځوابي ډزو کې یې یو برید کوونکی هم وژلی دی
دغه تازه برید د څمکنو سیمه کې شوی اؤ پولیس وایي په ځوابي ډزو کې یې یو برید کوونکی هم وژلی دی

دزیارت په ماسخوتن دخیبر پښتونخوا سرښار پیښور کې ترهګرو په پولیسو برید کړی چې پکې درې عسکر وژل شوي دي.

دغه برید په داسې حال کې شوی چې دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوې کوي چې په قبائیلي سیمو کې دضرب عضب عملیاتو سره یې دترهګرو ملا ماته کړې ده.

امنیتي ځواکونه دا دعوې هم کوي چې اوس ترهګر پاکستان کې د منظمو بریدونو توان نه لري خو ددغو دعوؤ باوجود دپاکستان دبیلابیلو برخو نه په امنیتي ځواکونو د بریدونو پرله پسې خبرونه مخې ته راځي.

دپیښور په پولیسو دغه تازه برید د څمکنو سیمه کې شوی اؤ پولیس وایي په ځوابي ډزو کې یې یو برید کوونکی هم وژلی دی .

د پیښور د کلیوال سیمو د پولیسو مشر ښاغلي فرقان بلال وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته د پیښې د جذئیاتو بیانولو په وخت ویلي دي د څمکنو پولیسو د روژه ماتې نه وروستو ګرمه کوله چې په ګاډي یې درې موټر سائیکل سپورو کسانو ډزې وکړې.

په دغو ډزو کې درې عسکر په سمدستي ډول وژل شوي چې پیژندګلو یې د انتخاب عالم، عمرحیات اؤ شاهد په نومونو سره شوې ده.

د پولیسو مشر وایي په دغو برید کې شیراز نومې د پولیسو حوالدار سخت ژوبل شوی هم دی.

ښاغلی فرقان بلال زیاتوي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو برید کوونکی وژل شوی اؤ دوه نور تښتیدلي چې د نیولو دپاره یې پولیسو کلکه څارنه اؤ هلې ځلې پیل کړي دي.

تر دې مهاله ددغه برید پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې خیبرپښتونخوا کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې دزیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده.

په خیبرپښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول پیښور کې له دې وړاندې هم د پولیسو یو شمیر لوړ پوړي افسران اؤ عسکر په ځان مرګي چاودنو، بمي بریدونو اؤ هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

په ۲۱مه مئ هم دپښتونخوا د کوهاټ په لاچۍ سیمه کې د ترهګرو په ډزو د دوؤ پولیس افسرانو په ګډون څلور عسکر وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG