لاس رسیدونکی لینک

پېښور هائيکورټ د پخواني طالب وياند په ضد خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی


دا خواست د پېښور آرمي پبلک سکول کې د ترهګرۍ په برید کې دوژل شوؤ ماشومانو د کورنو سازمان شهدا فورم د مئي په نهمه نېټه کړی ؤ.

د پېښور هائيکورټ د تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ډلو پخواني وياند احسان الله احسان په ضد خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی دی.

دا خواست د پېښور آرمي پبلک سکول کې د ترهګرۍ په برید کې دوژل شوؤ ماشومانو د کورنو سازمان شهدا فورم د مئي په نهمه نېټه کړی ؤ.

د هائيکورټ مشر قاضي يحيٰی افريدي د شوي خواست په اړوند د مرکزي او صوبايي حکومتونو نه ځوابونه غوښتي دي.

د شهدافورم غړی او وکيل فضل خان اېډوکېټ وايي، "نن چې زمونږ کوم کېس فېکس ؤ د پېښور هائيکورټ چيف جسټس سره ، هغه يې په بنيادي توګه د اورېدنې دپاره منظور کړو او په هغې کې د وفاقي او صوبايي حکومت ته يې نوټس ورکړو او هغويې نه يې ځواب وغوښتو".

نوموړي ووېل دويې په دې قضيه کې د ډېرې تُندۍ او دلچسپۍ په تمه ؤ خو هغه شان ونشوه او د يوې مياشتې نه زياتې مودې وروستو د دې کېس نمبر راغلو.

هغه ووېل دا قضيه د خلکو د دلچسپۍ او انصاف د تمې له کبله د نورې تُندۍ سبب ګرځېدل پکار ؤ.

فضل خان وايي "زمونږ غوښته دا ده چې دی تراوسه پورې سزا کړی شوی هم وی د دوه مياشتو نه زياته موده وشوه تراوسه مونږ داسې هيڅ قسمه نه دي ښکاره شوي چې ده سزا ورکوي بلکې مونږ داسې محسوس کوو او په ميډيا باندې داسې ښکاره کيږي چې څه داسې پروګرام جوړ کړی شوی وي چې ده ته معافي ورکړی کيږي".

د پاکستان د پوځ ویاند مېجرجنرال اصف غفور د اپرېل په ۱۷مه نېټه ويلي وو چې احسان الله احسان د دوي په ولقه کې دی او وروستو پوځ د هغه يو ويډيويي بيان هم جاري کړی وو چې پکې هغه د خپلو جرمونو د منلو پر ځای په هند او افغانستان دا تورونه لګولي وو چې په پاکستان کې ترهګري کوي.

د دې ويډيو د خپرېدو وروستو د ټولنيزو اړيکو په بيلا بيلو وېبپاڼو په پاکستاني پوځ نيوکې هم شوې وې چې څنګه د سوونو خلکو وژونکی د پوځ په ولقه کې په ارام ژوند تېروي.

ځينو خلکو دا پوښتنې راولاړې کړې او غږونه يې پورته کړي چې د احسان الله احسان سره دا سلوک او په دغه رنګ ښکاره کول د پېښور آرمي پبلک د هغو کورنو سره ناانصافي ده چې بچي يې ترهګرو وژلي وو.

وروستو شهدافورم پېښور هائيکورټ کې خواست وکړو، او نن د پنجشنبې په ورځ يې وړومبۍ اورېدنه وشوه.

په نيوکو کوونکو کې ځينو دا هم ويلي وو چې نور مجرمان تېزندي کېږي خو د احسان الله احسان يا د هغه په رنګ نورو غټو ترهه ګرو پرضد لا مقدمه هم نه ده درج کړی شوې.

پېښور کې په ارمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې ماشومان ؤ.

د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه بريد زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG