لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:داعش اؤ نور ترهګر افغانستان کې خپلې پښې مضبوطوي


نفیس ذکریا وویل د شنګهائي کانفرنس په څنډه کې افغان اولسمشر اشرف غني سره وزیراعظم نوازشریف ګټوره لیدنه کړې ده.
نفیس ذکریا وویل د شنګهائي کانفرنس په څنډه کې افغان اولسمشر اشرف غني سره وزیراعظم نوازشریف ګټوره لیدنه کړې ده.

دپاکستان د بهرنو چارو ددفتر ویاند نفیس ذکریا ویلي افغانستان کې دداعش ترڅنګ یو شمیر نور ترهګر تنظیمونه خپلې پښې مضبوطوي اؤپاکستان اؤ افغانستان ته به په ګډه دوئ مخه نیول وي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا اعلان کړی افغانستان کې داعش،طالبانو القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو دپاره په افغانستان کې دخپلو پوځیانو واک نور هم سیوا کوي.

دتیرې یوې لسیزې راهسې کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه مسلط کړې ده اؤ په طالبانو یې دغه جګړه ځپلي هیواد کې جګړو اؤ‌ترهګرۍ ته دوام ورکړی دی. خو پاکستان د افغان چارواکو دغسې تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې بدامني د افغان دولت خپلې ناکامۍ دي.

د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته د احوال تیرولو په وخت دپاکستان د بهرنو چارو ددفتر ویاند ښاغلي نفیس ذکریا وویل دشنګهائي کانفرنس په څنډه کې افغان اولسمشر اشرف غني سره وزیراعظم نوازشریف ګټوره لیدنه کړې ده.

هغه وویل په دغه لیدنه کې ددواړو هیوادونو مشران په دې صلاح شوي چې افغانستان کې دامن دټینګښت دپاره به دامریکا اؤ چین په شمول څلور اړخیزه غونډې جوړوي .

خو ویاند وویل ” دا غونډې به هله راجوړیږي چې نور هیوادونه هم ورسره اتفاق ولري” هغه وویل پوهیږو چې پاکستان اؤ افغانستان ته به په ګډه په داعش اؤ نورو ترهګرو ډلو قابو موندل وي اؤ پاکستان د زړه له تله غواړي هم چې افغانستان کې امنیت ټینګ شي خو دغه هیواد کې دامن د خرابې وضعې ترشا دافغانستان خپل کورني عوامل دي.

نفیس ذکریا وویل په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې داعش اؤ نورې بیلابیلې ترهګرې ډلې افغانستان کې دخپلو فعالیتونو دائره پراخوي خو پاکستان غواړي افغانستان سره په ګډه ددغو ترهګرو مخه ونیسي.

د شنګهائي کانفرنس په موقعه وزیراعظم نوازشریف سره له لیدو ورستو کابل کې دافغانستان صدر ښاغلي اشرف غني ویلي وؤ "مونږ دپاکستان څخه سوله نه بلکې پاکستان سره سوله غواړو". داشرف غني دغه دریځ ښایي پاکستان افغانستان کې دسولې مخه نیولې ده.

د بهرنو چارو د دفتر ویاند سعودي عرب ته د وزیراعظم نوازشریف سفر هم ګټور وبللو اؤ وئ ویل ښاغلي شریف د سعودي مشرانو سره دخلیجي هیوادونو دکړکیچ په هواري خبرې کړې دي.

هغه دا هم وویل چې دغه لیدنه کې وزیراعظم د سعودي بادشاه ته باور ورکړی چې د حرمین شریف حفاظت به کوي خو په ډاګه یې نه ګړه چې د خلیجي هیوادونو د شخړې په هواري کې ورته د سعودي لخوا څه رول سپارل شوی ؟

روسیې سره د پاکستان د اړیکو په هکله ویاند وویل دپاکستان اؤ روسیې ترمینځه په لوړه کچه سیاسي تماس نیول شوی اؤ دواړه هیوادونه ښه فرصت لري چې بیلابیلو څانګو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخه کړي.

هغه وویل پاکستان د روسیې د صدر پیوټن له لوري د هند اؤ پاکستان تربګنۍ کمولو کې د منځګړي د کردار هرکلی کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG