لاس رسیدونکی لینک

امریکا وایي افغانستان کې دخپلو پوځیانو واک نور سیوا کوي


هغه ویلي امریکا به افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې بيا تکرار نه کړي

د امريکا ددفاع وزير ښاغلي جم میټس ویلي افغانستان کې تندروه ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو دپاره به په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي سرتیرو د واک ساحه نوره پراخولی شي.

جګړه ځپلي افغانستان د امریکا ددغه پریکړې هرکلی کړی اؤ هیله یې ښکاره کړې چې دې سره به دداعش، القاعد اؤ طالبانو د لاسه دافغانستان اؤ سیمې امنیت ته د پیښو ګواښونو مخنیوي کې مرسته وشي.

دامریکا ددفاع وزارت افغانستان کې دخپلو سرتیرو د واک غځولو دغه اعلامیه وروستو له هغې جاري کړې چې سپینې ماڼۍ تیره ورځ افغانستان ته د نورو امریکایي پوځیانو د لیږلو واک پینټاګان ته وسپارلو.

خو ددفاع د وزارت نه جاري شوې دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې افغانستان کې د میشتو امریکایي پوځیانو د واک سیوا کولو سره احتمال دی په دغه هیواد کې دامریکایي پوځیانو شمیره کې بدلون رانه شي.

هغه ویلي امریکا به افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې بيا تکرار نه کړي اؤ نه به موقع ورکړي چې ترهګر دغه خاوره یو ځل بیا دامریکا په ضد برید دپاره وکاروي.

اعلامیه کې ویل شوي افغانستان کې د امريکایي پوځ موجودیت ته ارزښت ورکول د سيمې په هکله زمونږ ژمنې ښایي.

ددفاع وزارت وایي اوس هم په افغانستان کې داعش،القاعده طالبان اؤ داسې نورې بیلې بیلې ترهګرې ډلې فعالیتونه کوي اؤ مونږ باید خپلې دا ژمنې نورې هم پیاوړی کړو چې دعو ډلو ته به ماتې ورکوؤ

داعلامیې له مخې “مونږ د دغو ډلو په ماتولو کې تر يو حده بریالي شوي يو، خو زمونږ عسکر به هغه وخت دوی ته سخته ماتې ورکړي چې هغوی ته پوره واک ورکړل شي او مرسته ورسره وشي”

دامريکا د دفاع وزارت ويلي چې اصل موخه يې دا ده چې د افغان ځواکونو روزنه، مرسته او ملاتړ او ګډ دښمن ته د ماتې ورکولو لپاره له افغان ځواکونو سره په ګډه مبارزه وشي.

اعلامیه وایي چې زمونږ اصل هدف دافغان ځواکونو روزنه، مرسته او ملاتړ دی او دا به یقیني کوو چې افغان عسکر د خپل ملک راتلونکی خوندي کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا پریکړه یې د سیمې په هکله د هغې سترایژۍ یوه برخه هم ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ته وړاندې کړل شي.

بل لوري ته د افغانستان ددفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته ویلي چې په هر ډول وي، امریکا دې په افغانانو تپل شوې جګړه پای ته ورسوي.

جنرال وزیري وویل "نور خلک ستړي شوي، دا زمونږ جګړه نده، دلته د نړۍ ترهګر جګړې کوي".

د ملي دفاع وزارت ویاند دا هم وویل چې امریکا او افغانستان مستقل هیوادونه دي، هره پرېکړه چې د دواړو هیوادونو مشران وکړي، نو د ملي دفاع وزارت د دغو پرېکړو ملاتړ کوي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د خپل ټویټر په پاڼه د امریکا د جمهوررئیس ډانالډ ټرمپ له خوا د امریکا د دفاع وزارت څخه افغانستان کې د سرتیرو د تنظیم په برخه کې د بندیزونو د لرې کولو د پریکړې هرکلی کړی دی.

په واشنګټن کې د افغان سفارت یوه اعلامیه هم خپره کړې چې په کې ویل شوي مونږ ډاډمن یو، چې د امریکا ددفاع وزارت او جنرال مټیس ته د نویو صلاحیتونو ورکړه به د امریکا او افغانستان ګډ ستراتيژيک اهداف لا پسې غښتلي کړي،

اعلامیه وایي دا به دافغانستان زړه ورو عسکرو ته د داعش، القاعدې او طالبانو په وړاندې جګړه کې ضروري مرسته وي"

XS
SM
MD
LG