لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان د پوځ سرلښکر د ډرون په بريد نيوکه کړې


د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه د چهارشنبې په ورځ بيا په دغه ډول عملياتو د اختلافاتو رامنځته کېدو اشاره ورکړې ده.

د پاکستان د پوځ سرلښکر د امریکا په مشکوک ډرون بريد باندې نيوکه کړې کوم چې د پاکستان په جنوب لويديځ علاقه کې شوی او د حقاني شبکې دوه مهم کمانډران پکې وژل شوي وو.

د پاکستان امنیتي سرچينو د سه شنبې په ورځ ویلي ؤ چې ډرون بريد د هنګو ضلعې په لرې پرته علاقه کې د مشکوک وسله وال پټه ځاله په ميزايلو تباه کړې وه.

د عېني شاهدانو په وېنا ډرون بريد کې د حقاني شبکې مهم مشر ابوبکر او يو بل تن وژل شوي وو.

د پېنټاګون وياند د چهارشنې په ورځ وی او ای ته ويلي د امریکا د دفاع محکمې په وروستيو کې پاکستان کې ډرون بريد نه دی کړی.

په تېرو کلونو کې ډرون بريدونه د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د تاؤتريخوالي سبب ګرځېدلي دي.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه د چهارشنبې په ورځ بيا په دغه ډول عملياتو د اختلافاتو رامنځته کېدو اشاره ورکړې ده.

نوموړي د هنګو د بريد د نوم اخستو پرته ویلي که امریکا د اسلام اباد سره د عملياتو وړ استخباراتي معلومات شريک کړي نو ځواک يې د وسله والو په ضد د اقداماتو جوګه دی.

ښاغلي باجوه ويلي " د ډرون په رنګ يو اړخيزه عمليات زيانمن دي او د استخباراتي مالوماتو د شريکولو د روح په ضد دي کوم چې پاکستان په ښه طريقې سره ترسره کوي".

نوموړي پېښور کې د يوې امنيتي غونډې په مهال دغه خبرې کړي دي.

د نهې د ورځې بريد ښکاري د ټرمپ انتظاميې په درو کې وړومبی برید وي چې د افغانستان د پولې څنګ ته د پاکستان په نيمه خپلواکه سيمه کې شوی وي.

پاکستاني چارواکي بيا بيا ادعا کوي چې د ترهګرۍ ضد پوځي عملياتو کې يې د حقاني مرکزونه ويجاړ کړي او جنګيالي يې افغانستان ته تښتېدلي دي.

امريکايي چارواکي د اوږدې مودې نه تور لګوي چا طالب وسله وال په خصوصي توګه حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې په ملاتړ د پولې پورې غاړې افغانستان کې ترهګر بريدونه کوي.

ټرمپ انتظاميه د افغانستان په اړوند د امريکايي پاليسۍ جاج اخلي، ځيني امريکايي نقد کوونکي لکه د ولسن څيړنيز مرکز مائيکل کيګلمېن وايي چې د ډرون د لارې پاکستان لوري ته د وسله والو په نخښه کول د نوې تګ لارې برخه ګرځېدی شي.

د امریکا د مخکنۍ انتظاميې په وخت کې د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د لسګونو په شمېره کې ډرون بريدونه شوي او د طالبانو او حقاني شبکې مهم مشران پکې په هدف شوي دي.

پاکستان ډرون بريدونه د خپلواکۍ په ضد بلي، او امریکا د ډرون بريدونو دفاع کوي او د وسله والو ترهګرو په ضد يې موثره وسله ګرځوي.

XS
SM
MD
LG